طالب قوماندانانو د بندیانو له کورنیو پیسې اخیستي، وایې له حکومت مو بندیان ازادوو

comments 0

هندوکش ــ کابل: په قطر کې د وسله والو طالبانو او امریکایانو د سولې له هوکړې وروسته هندوکش پرېس ته د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو څخه د طالب زندانیانو د کورنیو د یو شمېر ښځینه غړیو داسې ویډیويي کلېپونه رسیدلي چې پکې ادعا شوې، چې طالب قوماندانانو ته یې د افغان حکومت له زندانونو څخه د دوی د کورنیو د غړیو د خلاصون لپاره لکونه پیسې ور کړي.
دغه کورنۍ وایې چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې د هوکړې وروسته طالب قوماندانو ور سره تماس ټینک کړی او ورته ویل شوي، چې د امریکا سره د شوې هوکړې پر بنسټ طالبان د خپلو بندیانو لېستونه جوړوي او افغان حکومت ته یې سپاري، تر څو بندیان یې خوشي کړي.
یوه ښځه چې چادري یې په سر ده، وایې زوی یې د طالبانو په لیکو کې د پنځه کلنې جګړې وروسته افغان حکومت ونیوه، دا وایې چې تېره ورځ یې د خپل زوی د خلاصون لپاره د طالبانو یو قوماندان ته پنځه لکه افغانۍ ور کړې: ( زوی مې پنځه کاله د طالبانو په لیکو کې جګړه وکړه، چې وروسته افغان حکومت ونیوه او بندي دی، تېره ورځ را سره د ملا نیسم په نوم یو طالب قوماندان تماس ونیوه، او راته ویې ویل چې طالبان افغان حکومت ته د طالب زندانیان لېست سپاري، نو که غواړې چې د زوی نوم دې پکې ذکر شي، نو پنځه لکه افغانۍ را کړه تر څو زوی دې را خوشی شي، ما هم پنځه لکه روپۍ ورته برابرې کړې او طالب قوماندان ملا نسیم ته مې ورکړې)
یوه بله ښځه چې جواهر نومیږي ځان د ملا عثمان لور معرفي کوي، له ورته خبرې پرده پورته کوي، وایې: (پلار مې د هرات ولایت د شینډنډ په سیمه کې حکومت د جګړې په ډګر کې ونیوه، ملا عبدالصمد چې مخکې زما د پلار قوماندان و، درې ورځې مخکې یې خبر راکړو، موږ ستاسو پلار را خوشی کوو، د کورنۍ غړیو ته دې ووایه چې شپږ لکه افغانۍ دې برابرې کړي، موږ دا پیسې ور کړې.)
طالب قوماندان داسې مهال د افغانستان په کلیو او بانډو کې د طالب زندانیانو د کورنیو څخه پیسې اخلي او ژمنه ورکوي چې بندیان به مو را خوشي کړو، چې یکشنبه افغان ولسمشر اشرف غني د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې د بندیانو د خوشي کولو صلاحیت د امریکا ندی او دوی به په دې او دې ورته موضوعاتو باندې تصمیم د افغانستان د اساسي قانون، جمهوري ارزښتونو پر بنسټ د طالبانو سره په مذکراتو کې ونیسي.

Comments