طالب فکر نه شي وژلی

comments 0

0 Views

لیکوال: سید عبدالله پاچا
طالب له کلونو راهیسې په دې کار کوي چې څنګه کیدای شي فکري خلک له منځه یوسي او یا په بله اصطلاح د فکري خلکو په وژلو سره نور وډار کړي چې د طالب خلاف غږ پورته نه کړي او هرې ناروا یې روا ووايي.
که څه هم طالب ښه دې پوهیږي چې د یو فکر په وژلو سره سل نور فکرونه زیږیږي چې تر بل هر چا د طالبیزم خلاف وي، خو بیا هم د خپل بادار په خوښه دا پروسه مخ ته وړي او په دې تمه دی چې یوه پایله به ورکړي.
له کندهاره تر ننګرهار او له بدخشانه تر لوی پکتیا طالبانو هڅه کړې چې د دیني علماوو تر څنګ له افغانانو هغه د کار خلک واخلي چې راتلونکی ورته په تمه دی، خو په دې تيرو کلونو کې له دومره بریدونو او هدفي وژنو سره طالبان خپل هدف ته نه دي رسیدلي او له یوې ورځې بلې ته له طالبیزم مفکورې د خلکو نفرت زیاتیږي.
طالبانو یواځې دا پرون احمد فرازان نه دی شهید کړی، له دې سره یې پویا، حارث او نور کدري ځوانان د خاورو خوراک کړل چې دې هېواد د پرمختګ لپاره انرژي پکې وه او ارمانونه یې درلودل.
طالب به نه په دې بسنه وکړي او نه يې پرې کړې، تر دې وړاندې یې فیروز، عبدالعلي شمسي، خپلواک او… که نومونه یې دلته اخلم پاڼې به پرې ډکې شي، د دې لپاره شهیدان کړل چې د طالب د مفکورې خلاف و او د یو ازاد خپلواک افغانستان لپاره یې لوی ارمانونه درلودل.
طالب په دې نه شي منکریدلی چې ځوان کدرونه له منځه وړي، ځکه د طالبانو لپاره هر هغه ځوان او کدر هدف دی چې د طالبانو د فکر خلاف وي، طالبانو په افتخار سره افغان ځوانان شهیدان کړي او نورو پسې هڅه کوي چې له مخې یې لیرې کړي.
خو هغه څه چې له دې پېښو سره یو ځای راتلونکي لپاره هیلې پيدا کوي، هغه دا چې طالب چې یو فکر له مخې لیرې کوي، سل نور فکرونه پروړاندې زیږوي چې د طالب پروړاندې به لکه سپر ولاړ وي او اجازه به ور نه کړي چې طالبي زهر په نورو افغانانو کې خپاره کړي.
طالب د ابادۍ دښمن دی، هر کله یې چې په کوم ځای د برید توان ورسیږي، هملته دومره خرابي کوي چې سړی فکر کوي دلته د کلونو جګړه تېره شوې، طالب د همدې لپاره روزل شوی چې د افغانستان تاریخي ځایونه او ښکلې ودانۍ چې کلونه يې په جوړولو تېر شوي له منځه یوسي.
طالب د فکر دښمن دی، هر هغه څوک له مخې لیرې کوي چې افغانستان او افغانان پکې یو ښه راتلونکی ګوري او زیات حساب پرې کیږي، طالب په داسې ځایونو برید کوي چې خبرې پرې وشي، داسې څوک شهیدوي چې څو کسان اوښکې پرې توی کړي او پرې ودردیږي.
طالب د سولې دښمن دی، هر کله چې د سولې لپاره هڅې زیاتې شي او د مخامخ خبرو لپاره زمینه سازي وشي، طالب داسې برید وکړي چې د خبرو لپاره هیڅ مخ پرینږدي او هغه ارمان چې افغانان یې له کلونو لري، له منځه یوسي.
طالب د پاکستان دوست دی، کله هم چې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې ډيرې خرابې شي او یا په بله اصطلاح، کله چې پاکستان تر سخت فشار لاندې راشي او یا ترې افغان حکومت مخ واړوي، نو طالب په داسې بریدونو سره افغان حکومت باندې فشار راوړي چې یو ځل بیا پاکستان ته کیني او د سولې لمن ورته وغوړوي.
په دې کې هیڅ شک نشته چې طالب هر هغه کار کوي چې پاکستان یې وغواړي او د پآکستان دا ورځې دي چې د افغان حکومت مخ ځان ته واړوي او یو ځل بیا ترې د سولې وړاندیز وکړي چې طالبان مخامخ خبرو ته کینوي، خو افغان حکومت اوس د جګړې په ټولو بعدونو خبر دی او کار کوي چې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع سره افغانستان کې ثبات راولي او پاکستان منزوي کړي، داسې منزوي چې بیا راپورته کیدل به یې کلونه وخت ونیسي.
نو طالب فکر کوي چې په دا ډول بریدونو سره به موخو ته ورسیږي او یا به یې غچ اخیستی وي خو نا، دا فکر یې بې ځایه دی، کانټیننټل به بیا جوړ شي، بیا به پکې غونډې، پروګرامونه او مجلسونه وي، د فرزان فکر نور فکرونه زیږولي چې طالب یې د وژلو په فکر کې دی، خو طالب به بیا هم مړې سترګې د خپل بادار په مخ کې ولاړ وي او د نورو افغانانو د وژلو امر به اخلي.
د کانټیننټل افغان قربانیانو روح دې ښاد وي او فکر دې یې ژوندی وي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply