طالب زده کړه، د رهبري په کچه ده/ سیدعبدالله پاچا

comments 0

د طالبانو ريژيم کې به هر هغه څوک حاجي ملا صاحب، حاجي رییس صاحب او حاجي والي صاحب و، چې تر نورو به یې ښه لونګي په سر کړې وه او تر ټولو زیات ولونه به یې پکې تاو کړي و.
د طالبانو د رهبري په کچه او د ریاست په کچه ټول معیار د دوی دا و چې چا به جګړه کې زیاته ونډه اخیستې وه او تر نورو ډير به له حاجي ملاصاحب او فلاني سره اړیکه کې و.
طالبان یې اوس هم د مثال په ډول نه شي وړاندې کولی چې د دوی د زده کړو او ګمارنو معیار څه و، یانې د قران کریم حافظ یې وزیر و، معیار یې همدا و چې قران کریم یې په یادو یاد کړی دی، خو هغه ته به یې د ټول وزارت کارونه ورسپارلي و، په داسې حال کې چې د هغه وزارت کارونه به تخنیکي او مسلکي و.
فرض کړو طالب واک کې شریک شو، یا یې واک ترلاسه کړه، څوک شته چې د وزارتونو، سفارتونو، ولایتونو او خپلواکو ادارو لپاره د طالبانو لیکو کې یو څوک وښيي چې دا مناسب کس دی.
د طالبانو همدا اوس د رهبري په کچه کسان یواځې د غیرې رسمې مدرسو څخه جعلي سندونه لري او یا یې یو، یا دوه کاله دیني زده کړې کړي دي، نو ایا دا کولی شي چې په اوسني د ټکنالوجۍ عصر کې د یوې ادارې مشرې او مدیریت وکړي؟
دیني زده کړې
د طالبانو ټول تمرکز په خپل وخت کې او اوس په دیني زده کړو و، او لا هم په دیني زده کړو باندې تمرکز لري او د ژوند ټول معیار یواځې دیني زده کړې بولي او عصري زده کړې حتی ځینو مواردو کې ورته فتنه ښکاري.
طالبان په دا ټوله رهبري کې مفتي نه لري، یواځې د حقاني مدرسې او د کویټې څو غیرې دیني مدرسو څخه سندونه لري چې ځینو یې زده کړې نیمایي کړي او ځینو خو بیخي د قران کریم ناظره هم نه ده یاده، خو دا چې اوږدې جامي کوي او غټه لونګۍ تړي، خلک ورته حاجي ملا صاحب وایي.
د دیني زده کړو برخه د طالبانو اصلي محور جوړوي، خو که ټوله رهبري یې چاڼ کړې، یو یې لا په دیني زده کړو کې ماسټري او دکتورا نه لري، یواځې ځینو مدرسو کې یې خلاصه او قدوري لوستې او دستار بندي یې کړې ده.
داسې هم نه ده چې یو څوک دې دیني زده کړې وکړي او هغه دې په ټوله رهبرۍ، مدیریت او نوي عصري زمانه کې منجمنټ باندې پوه شي، اوس خو ۱۹مه پيړۍ نه ده چې افغانستان له هیڅ هېواد سره اړیکې نه درلودلې، اوس خو داسې وخت دی چې هر څه عصري ټکنالوجۍ سره تړلي او د طالبانو په څېر کسان یواځې د جومات د امامت او جنازو لپاره پکار راځي، نور هیڅ په درد نه خوري.
که طالبانو له دیني مدرسو تر څنګ همدې دیني زده کړو کې له رسمي پوهنتونونو ماستري او دکتورا کړی وی، هم به یې علم زیات وی، هم منطق او هم به یې د دیني زده کړو تر څنګ مدیریت هم زده وی.
له دې ټولو معیارونو او مسلکونو سره چې د طالب مشرانو زده نه دي، بیا هم په دې هڅه کې دي چې واک ترلاسه کړي او په افغانستان باندې یو ځل بیا واکمني وچلوي، خو څنګه یې چلوي، په چا یې چلوي؟
عصري زده کړې؟
لکه پورته مې چې یادوونه وکړه، طالبان په خپله رهبرۍ کې هیڅ د عصري زده کړو خاوندان نه لري او ټوله رهبري او نظامي برخه یې بې سواده حسابیږي.
طالبانو حتی ځینو سیمو کې د عصري زده کړو مرکزونه تړلي او ځینې مواردو کې عصري زده کړو ته د فتني په سترګه ګوري او د افغانستان او افغاني ټولنې لپاره یواځې دیني زده کړې توصیه کوي او د عصري زده کړو مخالفت کوي.
تاسو به لیدلي وي چې طالبانو ځینو سیمو کې ښوونځي وسوځول، ځینو سیمو کې یې کلونه ښوونځي تړلي و، لامل دا و چې طالبان پوهیدل، که د دوی تر فعالیت لاندې سیمو کې ماشومان عصري زده کړې وکړي، بیا د دوی د جګړې لیکو ته نه جذب کیږي.
حکومت کې عصري زده کړې په اوسنۍ زمانه کې یو اصل او معیار دی او پرته له عصري زده کړو هیڅ حکومتداري مخ ته نه شي تللی، حتی اوس افغانستان د برښنايي حکومتولۍ خواته روان دی او زیاتو برخو کې حکومتولۍ برښنايي شوې هم ده.
نو طالب څنګه په دې وضعیت کې له مدرسې راځي او عصري ټکنالوجۍ ترشا کیني او حکومتولي کوي، ښکاره خبره ده چې طالب شاتګ غواړي او هر هغه څوک له مخې لیرې کوي چې عصري زده کړو کې یې لا ډير پرمختګ کړی وي.
د طالبانو نظامي برخه
د طالبانو رهبري کې ځینې کسان خو ښه دي چې دیني زده کړې یې تر يوې کچې کړي دي، نظامي برخه کې ټول قومندانان او وسله وال یې بې سواده دي، کله چې دوی بې سواده دي نو بیا څنګه کولی شي عسکري قوانین پر ځای او له نظامي ټکنالوجۍ ګټه واخلي.
د طالبانو وسله وال کسان هیڅ ډول زده کړې نه لري، نه یې دیني زده کړې شته او نه یې عصري، کله چې یو انسان دې دوو کې یوه برخه کې هم زده کړې و نه لري، له هغې د انسان تمه حتی نه شي کیدلی.
طالبان چې د واک په فکر کې دي، یا په دې لټه کې دي چې که واک شریک او ګډ حکومت رامنځ ته کیږي، د دوی برخه به څومره وي، نو طالبان دې لومړی په دې فکر وکړی چې دوی ګډ حکومت لپاره څوک لري چې مخکې یې کړي او د دوی په سهم کې مقرر شي.
یواځې د حج اوقافو وزارت که مدیریت کړی شي، نورې خو ټولې برخې عصري ټکنالوجۍ او مدیریت سره تړلي ادارې او وزارتونه دي چې طالبانو کې نه ظرفیت شته او نه د دې برخو د مدیریت علمیت.
د نن ورځې نظامي او ملکي برخې د کمپوټر تر شا ناست کسان چلوي او طالب حتی په ساده موبایل کارولو باندې نه پوهیږي، نو بیا څنګه کیدلی شي چې د یو نظام او یا حکومت واګي په لاس کې ورکړئ.
طالب خو به هر څه وایي، هر څه به غواړي او د هر څه لاس ته راوړلو کوشش به کوي، لږ تر لږه دوی دې په دې فکر وکړي چې دوی څنګه دا نظام چلوي، دا خو د دوی د واکمنۍ وخت نه دی چې ارګ کې به یې درۍ ګانې خپرې کړې وې، او بالښتونو ته به یې تکیه وهلې وې.
که خپله طالبان هم په دې باندې فکر وکړي چې که فرض کړه، واک ترلاسه کړي، یا واک کې شریک شي، کوم کادرونه دوی لري چې وړاندې یې کړي چې د دوی نماینده ګي وکړي او کومو برخو کې به نماینده ګي کوي.
دا ډيره مهمه خبره ده، کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د پایداره او باعزته سولې خبره کوي، هغه همدا ده چې دا هر څه باید مدیریت شي، د هر څه په اړه فکر وشي، داسې خو نه کیږي چې طالبان وایي، موږ ته سهم کې د مخابراتو وزارت راکړئ، ښا دا وزارت به درکړي، نو ته کله داسې کس لري چې مخابراتو برخه کې ماسټري او دکتورا ولري.
د طالبانو سیاسي رهبرۍ ته د دوی سرکرده کسان راوتلي، تاسو لږ د دوی بیوګرافي وګورئ، درته مالومیږي چې د دوی ظرفیت څومره دی، کومه برخه کې ترې ګټه اخیستل کیږي او کومه برخه موثر دي.
ښکاره خبره ده چې دوی خو په سکتوري وزارتونو او ادارو کې بیخي نه چلیږي او سیاسي وزارتونو کې هم د دوی ټول معیار دیني زده کړې دي، چې هغه هم دوی نیمګړې لري او پوره یې سر ته نه دي رسولي.
دا نن چې د طالبانو وسله وال سولې ته غاړه نه ږدي او په جګړه تمرکز لري، دوی په دې باوري دي چې سولې پروسه کې د دوی هر څه له لاسه وځی، بیا به ورته نه څوک حاجي ملا صاحب وایي او نه به ورته امر صاحب وایي.
ځکه د دوی ظرفیت همدا وسله ده چې لاس کې یې ده او هر ځای یې چې خوښه شي، هر څوک وژني او هر ځای په خپله قومنده ویجاړوي. که له دوی وسله واخیستل شي، دوی د دوه خرو اوربشې نه شي جلا کولی.

Comments