طالب د ای ایس ای لپاره لنګه غوا ده/سید عبدالله پاچا

comments 0

دا ثابته مسئله ده چې د طالب تولید او رامنځته کېدل له اوله سره د ای ایس ای کار و او دې شبکې په نویمه لسیزه کې په لوی لاس په افغانستان کې دې ته زمینه برابره کړه، څو د مجاهدینو له خپلمنځي جګړو څخه افغانان ستړي کړي او بیا د طالب په نوم هغه پدیده ایجاد او خلک یې هر کلی وکړي چې کړنې یې هېڅکله هم د افغانانو له فرهنګ او ددې وطن له شان او غرور سره برابرې نه وې او نه دي.
هغه وخت چې په کابل کې د جهادي رهبرانو تر منځ خپلمنځي جګړې په شدت سره روانې وې، ای ایس ای د طالبانو معنوي پلار کرنیل امام ته وظیفه وسپارله څو تر څلوېښتو پورې هغه کسانو ته روزنه ورکړي چې د مدرسو عادي طالبان وي، کومه سیاسي انګېزه ونه لري، د عصري زده کړو په نوم څه ونه پېژني او پر روحیه یې د پاکستان د مینې اغېز ډېر وي. کرنیل امام همداسې وکړل او د مدرسو څلوېښتو طالبانو ته یې نظامي او جنګي روزنه ورکړه او تر څنګ یې د دوی فکر داسې وروزه چې پاکستان ته وفادار او په افغانستان کې د دوی په اصطلاح جهاد وکړي. په یادو څلوېښتو روزل شوو کسانو کې ملا محمد عمر، ملا اختر محمد منصور، ملا هیبت الله، ملا دادالله، ملا عبدالقیوم ذاکر او څو نور مهم مشران هم شامل وو چې له روزنې وروسته او بیا تر نن ورځې د پاکستان ای ایس ای او د دوی جنرالانو ته وفادار پاتې شول او لا هم د دوی د ګټو د خوندي کولو لپاره جنګېږي.
په دې اړه کرنیل امام په خپله اعتراف کوي او وایي: کله چې طالبانو د کندهار په سپین بولدک کې د مجاهدینو او جنګسالارانو پرضد پاڅون کاوه، نو د پنجابي پوځ دېرش تنه کمانډویان په ساختګي ږيرو او اوږدو ویښتانو کې چې له طالبانو سره یې توپیر نه کېده، پاڅون کې برخه واخیسته او د ملامحمد عمر ملاتړ یې وکړ. دغو پنجابي کمانډویانو په سپین بولدک کې له ملامحمد عمر سره یو ځای د مجاهدینو پر پاټکونو او پوستو حملې وکړې…
له پورتني بحث مې هدف دا و چې هېڅوک نه شي کولی څو ای ایس ای او طالب سره بېل کړي. د اسلام په نوم د طالب ناروا جګړه د ای ایس ای د اهدافو او د پنجابي حکومت د تقویې لپاره ده. طالب او طالبي مشران د ای ایس ای لپاره لنګه غوا ده. دوی ددې لنګې غوا په ښکرونو د افغانانو سینې سورۍ کړې، خو شیدې او کوچ یې خپله خوري. طالبان د ای ایس ای په اشاره هڅه کوي چې په افغانستان کې باید یو کمزوری او پاکستان ته مختاج دولت موجود وي او داسې دولت چې پاکستان ورڅخه هېڅ ډول خطر محسوس نه کړي.
طالبي جګړه او طالب ځکه د پنجاب او د پنجاب د پوځ لپاره لنګه غوا ده، چې پنجاب د همدې بدمرغه د او افغانانو تباه کوونکې جګړې په برکت د ډیورنډ پر فرضي کرښه اغزن سیم تېر کړ او دا هغه کار و چې پنجاب یې له اویا کلونو راهیسې په لټه کې و، خو کامیابېدلی نه شو. داد طالب برکت و چې ای ایس ای د ډیورنډ په دواړو غاړو کې مېشت پښتون قوم سخت وټکاوه، په تېرو شلو کلونو کې ددې قوم مهم مشران چې خلک ورباندې راټولېدل، له لسو زرو زیات ترور شوي او دا هغه شمېره ده چې په مخامخ جګړو او نورو چاودنو کې له وژل شوو مشرانو بېله شوي ده او که هغه ورسره یو ځای کړو نو کېدلی شي چې یاده شمېره څو برابره زیاته شي.
همدارنګه د طالب جګړې له موږ څخه هغه نړیوال فرصت ضایع کړ چې د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل دې هېواد ته په لاس ورغلی و او دې هېواد او افغانانو باید ورڅخه د افغانستان په بې ساري پرمختګ کې ورڅخه استفاده کړې وای، خو د ای ایس ای مزدور طالب له لاسه موږ د نړیوالو له اوښتي پام څخه پر ځای استفاده ونه کړه او زیاته سرمایه مو په جګړه کولو ضایع شوه.
بله مسئله داده چې که طالب له یوې خوا د ای ایس ای مزدور دی، خو له بل لوري دوی له امریکا سره د سولې په نوم د کړي توافق په اساس د هغوی مزدوران هم دي او له دې وروسته به د امریکا په فرمایش د افغانانو وینې تویوي، تر څو امریکا هم د دوی پر اوږو خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي.
په اوس وخت کې د طالب بادران طالب ته لابي کوي تر څو یې ښه خلک معرفي کړي، خو طالب په اصل کې د ای ایس ای او پنجابي پوځ دویمه برخه او د دوی لپاره لنګه غوا ده. دوی هېڅکله د پاکستان له ګټو ساتلو څخه نه شي په شا کېدلی.

Comments