طالب ترهګرو هلمند کې ۴ ملکي وګړي وژلي

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د هلمند چارواکي د دې ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د څلورو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ته وویل چې دغه کسان د دوشنبې په ورځ د ناوې ولسوالۍ په سرخدوز سیمه کې د سړک غاړي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
ځواک زیاته کړه: ” د طالب ترهګرو لخوا د سړک پر غاړې ایښودل شوی ماین د ملکي وګړو پر موټر سایکل چاودلی دی چې په نتیجه کې یې یو نارینه یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.”
د هلمند چارواکي وایي د ناوې په ګډون د دې ولایت په ډیری سیمو کې د سړک د غاړې ماینونه د ملکي وګړو ژوند ګواښي.
عبدالله اڅکزی

Comments