طالب بیا اصلیت څرګند کړ / نوید احمد څرک

comments 0

طالبانو تازه په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د پاکستان په غوښتنه له امریکايي پلاوي سره لیدنو ته دوام ورکوي او د دې لیدنو په لړ کې به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري.
یوې باریکۍ ته مو پام وي چې طالېب په اسلام آباد کې د عمران خان سره نه ګوري، بلکې عمران خان د تالېب سره ګوري.
دا دواړه جملې د ماهیت او معنا له پلوه له یو بل سره توپیر لري، دا منطق نه مني چې طالېب دې د هغه چا په کور کې چې پروت دی، ونه وګوري.
دا چې عمران خان د طالېب سره ګوري دا جلا معنا لري، دا لیدنه په حقیقت کې د ولسمشر د هغو ټویټونو پر وړاندې ښکاره عکس العمل دی چې څو ورځې وړاندې یې له پي ټي اېم څخه په ملاتړ خپاره کړي وو.
ددې لیدنې اجندا مهمه نه ده. ځکه طالېب یې اصلي مخاطب نه دی، اصلي مخاطب یې افغان دولت دی، شخصاً د طالېبانو سره د عمران خان لیدنه د سولې په پروسه کې په نېک فال نیسم او لږ تر لږه دوه دلیله لرم:
لومړی دا چې پنجاب غواړي چې له افغان دولته د پي ټي‌اېم څخه د ملاتړ د ټویټونو غچ تالېبانو سره د لیدنې په بدل کې واخلي.
دلته دوه خبرې دي، یوه دا چې ددې ټویټونو زور دومره فوق العاده و چې پنجاب یې نه یواځې لفظي عکس العمل ته مجبور کړ بل کې د طالیب سره د لیدنې د مانور په توګه یې عملي ګام هم پورته کړ.
د غني د ټویټونو په اړه ما پخوا لیکلي وو چې دا ډول پاروونکې څرګندونې ددې لپاره هم کېږي چې مقابل لوری عکس العمل ته مجبور کړي او هغه نقاب یې له مخ وغورځوي چې اصلي څېره یې له خلکو پټه کړې ده، اوس کټ مټ همداسې وشول او ښه وشول.
دویمه خبره دا ده چې پنجاب فکر کوي چې که افغان دولت له پي ټي اېم ملاتړ کوي نو موږ یې باید له طالېب وکړو. پي ټي اېم د طالېب سره پرتله کول په خپل ذات کې احمقانه سیاست دی. په هر ترتیب دا د پښتونخوا مبارزینو ته هم یو ښه پیغام دی چې پنجاب یې د حقوقو د ورکولو پر ځای ورته دسیسې جوړوي.
بله دا چې طالېب پدې ډول هغه کاذب تقدس هم له لاسه ورکړ خپل جنګ ته یې د خدای د رضا او جهاد نوم ورکولو. ځکه له طالېب سوله نه غواړي، قدرت غواړي او هغه هم انحصاري قدرت.
طالېب په سیاسي لوبه کې خپلې هغه ټولې پرې ولوبولې. مثلاً د طالېبانو تر ټولو لوی شرط د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل و خو اوس د خلیلزاد سره د امریکایي ځواکونو د خروج پر ځای پر مهالوېش خبرې کوي. په مسکو کې د هغو کسانو سره په ګډ مېز کیني چې ۱۸ کاله وړاندې یې دوی د امریکایانو د بي – ۵۲ په زور تری تم کړل.
اوس دا دی عمران خان رسمي بلنې ته یې لیبک ویلی دی، دا ټول د څه لپاره؟ یواځینی ځواب یې د اوسني دولت ړنګول دي، خو فکر کوم چې اوس نه ډاکټر نجیب شته او نه هم هغه ګوسفندي ملت شته چې دوی یې وغولوي.
د سولې په سیاسي‌لوبه کې د طالېب یواځینی کارت چې پاتې دی هغه د دولت سره مخامخ خبرو اترو ته د ناستې کارت دی، دا کارت به که نن وي، که سبا لوبوي، بیا به هغو شرایطو ته غاړه ږدي چې افغان دولت یې د سولې لپاره وړاندې کوي.
خلاصه پاکستان او افغانستان دواړو سره تورې را ایستلې دي، پدې جنګ کې پي ټي اېم او طالېب هم ښکېل دي، د حق او باطل ترمېنځ جګړه کې صفبندي به هم همداسې کېږي،طالېب پلاوي سره د عمران خان احتمالي لیدنې هغه ابهام هم له منځه یووړ چې د سولې د پروسې تر نامه لاندې یو ځل بیا لکه مجاهدین د پنجاب اجندا پر کابل تحمیل کړي.

Comments