طالب او داعش ډلو بیا هم د بی ګناه انسانانو په وژنه خپله اسلام ضد څیره څرګنده کړه/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

ښکاره خبره ده چې د اسلام او انسانیت دښمنان( طالب او داعش) د امنیتي ځواکونو لخوا د جګړي په ډګر کې له ماتي سره مخامخ بیا د غچ اخیستو په موخه زمونږ مظلوم او بی ګناه هیوادوال د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونه په تر سره کولو سره په نښه کوي، چې یو ځل بیا دغو ترهګرو ، انسان وژونکو او خرڅو شوو ډلو د خپلو بادارانو د خوښۍ په موخه په دې وروستیو ورځو کې د کابل ښار د لسمې او دیارلسمې ناحيي په اړوندو سیمو کې او د ننګرهار ولایت په مستوفیت باندې د یو لړ ځانمرګو او ډله ییز بریدونو په تر سره کولو سره بیا هم زمونږ مظلومې او کړیدلې کورنۍ د خپلو عزیزانو په ماتم کې کینولي او د ښځو او ماشومانو په ګډون زمونږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل، چې له هر څه د مخه د دغو خونړیو او دردونکو پیښو شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي، څنګه چې الله تعالی فرمایلي: ژباړه: څوک چې یو مومن په قصد سره قتل کړي دهغه سزا تل پاتی دوزخ دی، او الله تعالی خپل عذاب پر هغه نازل کوي، هغه له خپل رحمت څخه بې برخی کوي او دهغه لپاره لوی عذاب دی، د نساء سورت ۹۳ آیات:
څرګنده ده چې په هېواد کې له څو لسیزو راپدیخوا جګړو اود ګاونډیو هیوادونو پرله پسي لاسوهنو او په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو روزل، تجهیز او ملاتړ دهرافغان په زړه تورداغ ایښی اوهره ورځ زموږ مظلوم ولس په یو اوبل نامه د خپلو لاسپوڅو(طالب، داعش او ورته نورو ترهګرو ډلو) په واسطه په شهادت رسوی، عامه شتمنی مو لوټوي د عوامو خلکو کورونه ویجاړوي، ماشومان، ځوانان، سپین ږیری، تورسری، دیني عالمان، قومي مشران او… راوژني او د اسلام د مقدس دین او جهاد تر پوښښ لاندی هغه ناوړه عمل ترسره کوی کوم چې د تاریخ په اوږدو کې یې ساری نده لیدل شوی ، دوی ته انسانیت او اسلامیت هیڅ راز ارزښت نلري ، دوي د اسلام د بد نامی له پاره مټي رانغاړلي دی، دوي پرته له وژلو او تخریب نه بل څه افغان ولس ته نه ډالئ کوي چې د خندق تر نامه لاندې د عملیاتو په پیلیدو سره یې د کابل په ګدون په خوست، کندهار، ننګرهار او ورته نورو ولایتونو کې وروستي جنایات ښې بیلګې دي، چې د دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو لخوا تر سره شوي دي.
خو له بده مرغه چې د طالب په نامه ترهګریزی کړی تل دغه شان ناخوالی او کرغیړنی پیښی زمونږ د ولس پر وړاندې ترسره کړی او د افغانانو په وژلو یې خپل باداران خوشحاله کړي ، افسوس پداسی افغان چې د پردیو اهدافو په خاطر له مظلومو افغانانو نه قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی حال داچې د اسلام مقدس دین هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د یو بیګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی. ولی بد بختانه چې دغو ترهګرو ډلو ته د یو انسان ژوند اصلاْ هیڅ راز اهمیت نلری نو لازمه ده چې د دغو انسان وژونکو ډلو د کړنو د مخنیوي لپاره د خپل ځان او ولس د خلاصون په موخه له خپلو امنیتي ځواخکونو سره مرسته او ملاتړ وکړو.

Share this page to Telegram

Comments