طالب او امریکايي استازي پر اوربند خبرې کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد وايي؛ دوې ورځې وروسته به له طالبانو سره د اوربند په ګډون د څلورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړو.
نوموړي له طالبانو سره د پنځم پړاو خبرو نه وروسته پر خپل ټویټر لیکلي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د له طالبانو سره د اوربند، له افغان حکومت سره د مذاکراتو، بهرنیو ځواکونو وتلو او له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ګواښ د نه رامنځته کولو په اړه خبرې وکړي.
خلیلزاد زیاتوي؛ له طالب پلاوي سره مو خبرې ګټورې وې او تر دې وروسته به د افغانستان پر کورنیو چارو خبرې اترې وکړو.
لا روښانه نه ده چې په راتلونکو خبرو کې به افغان حکومت هم ګډون ولري او که نه.
فکور نعیمي

Comments