طالبان یې جهاد بولې؛ که افکار یې سم نشي د سولې راتلل سخت دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د سولې مذاکراتو افغان پلاوی وايي، طالبان د سولې خبرو کې هیڅ ډول نرمښت نه ښيي او نړۍواله ټولنه باید پر دغې ډلې فشار راولي، تر څو خپل دریځ نرم کړي.
د مذاکراتي پلاوي غړیو کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې طالبان لا هم خپلې جګړې ته دیني اړخ ورکوي او مشروع ورته ښکاري او په وینا یې، تر هغو چې د طالبانو افکار اصلاح نه شي، سوله سخته ده او د اختلاف ټکي په اسانۍ حل نه مومي.
دوی زیاتوي، طالبان لا هم د افغانستان د راتلونکي نظام، تېرو لاسته راوړنو او ګڼو نورو مسایلو په اړه پخوانی دریځ لري او د دې لپاره چې دغه ډله نرمښت وښيي نو نړیواله ټولنه دې پر هغوی فشار زیات کړي.
دوی وايي نړیواله ټولنه دې په مذاکراتو کې د توازن رامنځته کولو لپاره پر دې ډله فشارونه زیات کړي، تر څو د دواړو لوریو غوښتنې او وړاندیزونه په سړه سینه ومنل شي.
د طالبانو افکار به بدل شي؟
طالبانو ته د پاکستاني علماوو لخوا ډېره قوي فکري روزنه ورکول کېږي، پاکستان کې دوی ته د جنت کیلي ورکول کېږي او د نېکي بدله ورښودل کېږي او په یو ډول ورته ویل کېږي چې افغان جګړه د جنت لاره ده.
تر هغوی چې پاکستاني علما د دوی له فکري روزنې لاس وانخلي، په خپل سر د دوی افکار نه سمېږي.
طالبان څه غواړي؟
طالبانو یوه ډله نه ده، درې ډلې دي، یوازې یو ډله یې جګړې ته دیني اړخ ورکوي، د جنګ له اصلي ماهیت خبر نه دي او د جګړې د سون توکو په شان سوځي، پاتې دوو ډلو کې یوه ډله غوصه شوي طالبان دي، غواړي د طالب په لیکو کې د شمولیت له لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي. بله ډله مستقیم له ای‌اېس‌ای سره اړیکه ده، دوی لوړ معاشات اخلي او د جګړې ټول ماهیت او څرنګوالی ورمعلوم دی. پاکستان کې ښه کورونه، جایدادونه او ځایونه لري.
اوس نو د دریو واړو ډلو د افکارو سمول نه بلکې یوازې د یوې ډلې، چې جګړې ته دیني اړخ ورکوي، افکار سمول پکار دي، تر څو روانه ناولې جګړه ختمه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments