طالبان کندهار کې سلګونه کسان له کورونو ایستلي او وژلي یې دي

comments 0

هندوکش_کندهار: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي، طالبانو په وروستیو ورځو کې په کندهار په ځانګړي توګه سپین بولدک کې سلګونه کسان له کورونو ایستلي چې د ځینو جسدونه موندل شوي او ځینې ورک دي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي پرون جمعه (د زمري ۱مه) هندوکش سره په خبرو کې ادعا وکړه: “په سپین بولدک کې طالبان له څو ورځو راهېسې له کورونو څخه د شپې او ورځې خلک وباسي. دا چې سیمه کې طالبان واکمن دي موږ سره دقیقې شمېرې نه شته، خو د لومړنیو راپورونو له مخې شااوخوا ۴۰۰ کسان په سپین بولدک کې طالبانو له ځانونو سره بیولي دي چې تراوسه تر سلو د زیاتو کسانو جسدونه موندل شوي. ځینې یې په کورونو کې وژلي، ځینې یې په ریګستانونو او څلور لارو کې وژلي دي. د دوی ډېر یې ملکي او بې ګناه کسان دي او ځینې په کې داسې هم شته چې پخوا یې کوم وخت دولت کې وړه دنده درلوده او اوس په کورونو ناست وو.”
د کندهار د ولایتي شورا غړی فدا محمد چې درې ورځې مخکې یې دوه زلمي زامن سپین بولدک کې ناڅرګنده کسانو ووژل، د جمعې په ورځ ازادي راډیو وویل، شل تنه وسله وال په دوو موټرو کې د شپې په ۱۲ نیمو بجو دده کوره ته ورغلي او دده زامن یې لومړۍ له کوره ایستلې او بیا یې وژلي دي.
کوهنورد

Comments