طالبان پولیو واکسینو ته اجازه نه ورکوي

comments 0

هندوکش – کابل: د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین د دوشنبې په ورځ په ټول هېواد کې پيل شو،خو ځینې ولسوالۍ به له دې کمپاین پاتې کیږي، ځکه چې طالبان اجازه نه ورکوي چې ماشومان واکسین شي.
د روغتیا وزارت وایي، په دې کمپاین کې به نهه میلیونه ماشومان واکسین شي او نږدې دوه سوه زره ماشومان به د جګړو او ناامنیو له کبله له واکسینو پاتې شي.
طالبانو د پولیو د واکسینو په تړاو ځینو سیمو کې ناسم پوهاوی رامنځ ته کړی، خو علماوو له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي او ژوند یې وژغوري.
له دې سره ننګرهار کې د روغتیا ریاست اندېښنه ښودلې چې روان مېلادي کال به په ختیځ کې د پولیو پېښې ډېرې وي.
د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب کاموال د پولیو ضد درې ورځني واکسین د پرانیستې پرمهال ويلي، د پولیو تازه ثبت شوې پېښې په ډاګه کړې، چې یاد ویروس له کوزې پښتونخوا د راستنېدونکو کډوالو له امله رامنځته شوی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments