طالبان په کمال خان بند بریدونه کړي

comments 0

هندوکش ـ هرات: د حکومت بې غوري لامل شوې چې پر کمال خان بند د ایران بریدونه زیات شي.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، که حکومت د کمال خان بند د امنیت په اړه همداسې بې غوره پاتې شي، د ایران او پاکستان په مرسته به پر دغه بند بریدونه زیات شي.
په لوېدیځ نیمروز ولایت کې کمال خان بند دوه ورځې وړاندې د طالبانو تر برید لاندې راغلی، چې د ملي شورا د ځينو غړو په وینا، د ایران لخوا تنظیم شوی و.
د اوبو او انرژۍ وزارت تیر کال ویلي و چې، د کمال خان بند چارې به تر راتلونکو څلورو کلونو پورې بشپړې شي.
د مشرانو جرګې غړي محمد نادر بلوچ ويلي، تر اوسه باید د دې بند چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوي وی، خو د هغه په وینا، یوازې ۱۲ سلنه پرمختګ لري.
په دغې چارې ۷۸ ميلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې د افغان دولت د پراختیايي بودجې لخوا ورکول کېږي.
امیر حسین سلجوقی

Comments