طالبان په فراه کې په زوره له موټر چلوونکو پیسې اخلي

comments 0

هندوکش ــ فراه: په فراه کې موټروانان شکایت کوي چې پر لاره ورڅخه طالبان په زور پيسې اخلي، د طالبانو له لوري د دوی څخه په بېلابېلو مقدارونو پیسې اخیستل کېږي چې لوړې یې ان ۱۷۵۰۰ افغانۍ دي.
د فراه په لاره موټر چلوونکي وايي چې طالبانو په لاره کې پاټک اچولی وي او له دوی څخه د مالیې او په نورو نومونو پيسې اخلي، ددوی په وينا چې طالبان د وسلو سره ولاړ وي او هیڅوک ورته د پيسې له ورکړې انکار نشي کولی.
موټروانان د لویو لارو د نا امنۍ څخه شکایت کوي او وايي چې د يوې خوا ورڅخه طالبان روپۍ اخلي او که دوی روپۍ ورنکړي نو وهي او ټکوي یې او ان د مرګ امکان یې وي او يا یې طالبان له ځان سره وړي.
په داسې حال کې چې خلک په دولت کې د کار په نور د طالبانو له لوري وژل کېږي، هغه کسان چې په دولت کې کار کوي یا د کومې بهرنۍ مؤسسې سره کار کوي نو طالبان هغوی مسلمان نه بولي او وژني يې.
اوس چې خلک د يوې بلې لارې حلاله روزي پيدا کوي، د عامو موټرو موټرواني کوي یا خپل موټر چلوي نو د طالبانو له لوري څخه دومره پيسې اخیستل کېږي چې ددوی د مياشتې ګټه ټوله په صفر کې ضربوي.
خلک حیران دي چې خپل اولاد ته د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره څه وکړي، ځکه په هېڅ طرف کې د طالبانو له لوري ځان خوندي نه احساسوي.
خلک نور په ځان پورې حیران دي، په لارو کې ورڅخه څو ځايه د طالبانو څو ځايه د پولیسو له لوري پیسې اخیستل کېږي او دوی ته ګټه هسې نه پيدا کېږي بس ډېر وخت په دې شکر کولو ته اړ اېستل کېږي چې ځه ژوند خو ترې پاتې شول.
په خلکو لاره ورکه ده او حوصله یې کمه پاتې ده، که داسې هره لاره په يو او بل نوم ورباندې بندېږي نو دا پړسېدلی حالت به په افغانستان کې د يوه ټولنيز انقلاب او چاودنې سبب شي.
امیر حسین سلجوقي

Comments