طالبان په سلما بند د برید لپاره راټول شوي

comments 0

هندوکش – هرات: له هراته راپورونه وايي، د سلما بند شل کيلو مترى کې سلګونه وسله وال طالبان افغان ځواکونو سره د نښتي په موخه را ټول شوي دي.
د چشت شريف ولسوالۍ اوسيدونکي وايې د طالبانو شمير نږدې څلور سوه کسانو ته رسيږي او غواړي د عبدالرشيد په نوم حکومت پلوي قومندان باندي بريد وکړي.
د دوى په وينا طالبانو له دغه قومندانه غوښتي چې دوى ته تسليم شي.
قومندان عبدالرشيد نژدي اويا کسه وسله وال لري او د حکومت ملاتړى دى.
د چشت اوسيدونکي وايي، طالبان دره تخت سيمه کې راټول شوي چې د سلما بند شل کيلومترى کې پرته ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، هلته پوره شمير افغان ځواکونه شته او د طالبانو پر وړاندي جګړې لپاره پوره چمتو والى لري.
امیر حسین سلجوقی

Comments

Leave a Reply