طالبان په خپل ماین وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندز: د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د خپل ماین په چاودنه کې نهو طالب جنګیالو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دشت ارچي ولسوال نصرالدین نظري وایي، طالب جنګیالیو د یکشنبې ماښام غوښتل، د سړک په غاړه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي چې پرې چاودلي.
چاودنه کې پنځه طالب وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
ځایي خلک وایي، طالبانو تر دې وړاندې هم دې سیمو کې ماینونه ايښودل چې په ملکي وګړو یې چاودنې کړي او مرګ ژوبله یې اړولې.
امیر حسین سلجوقي

Comments