طالبان په خپل ماین وژل شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا اومنې لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
یوې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته وویل، د طالبانو نومول شوی ولسوال چې په عمر مشهور وو له خپل یو ملګري سره وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
سرچېنې ویلي، چاودنه د مقناطیسي ماین له امله تیر ماسپښین شوې ده.
طالبان ډیر کله په عامه لارو او سړکونو ماینونه ږدي چې مرګ ژوبله یې ملکي وګړو ته اوړي، خو وخت ناوخت خپله پرې چاودنه کوي چې له منځه پکې ځي.
عمران احمدزۍ

Comments