طالبان په خپله چاودنه کې وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، تېره ورځ ناوخته د جلال اباد ښار اړوند یو د طالبانو له چاودیدونکو توکو ډک موټر سایکل چاودنه کړې.
د خوږیاڼي په خبره، وسله والو طالبانو یو موټر سایکل کې چاودیدونکي توکي ځای په ځای کړي و چې د ښار په مهمه برخه کې چاودنه ورکړي، خو د شپږمې ناحیې اړوند فاملیو سیمه کې پرې چاودلی او دوه تنه سپاره پرې وژل شوي دي.
ځینې راپورونه وایي، په موټر سایکل سپرو ځان پورې چاودیدونکي توکي تړلي و چې چاودنه یې کړې او دواړه پکې وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply