طالبان ویره خپروي

comments 0

هندوکش – کابل: وروسته له هغې چې طالبانو د کابل په زړه کې ترهګریز برید وکړ، او افغان ځواکونو دا برید په وخت مخه ونیوله ، د خلکو باور دا دی چې طالبان یواځې غواړي ویره خپره کړي.
د برید په ځای کې عیني شاهدان هندوکش نیوز ته ویلي چې طالبان نه شي توانیدلی د افغان ځواکونو څخه پټ شي او یا هدف ته ورسیږي.
د خلکو په خبره، طالبان په دې ډول بریدونو سره یواځې غواړي خلک وډار کړي او ګډوډي رامنځ ته کړي.
د نصرالله په نوم یو کس بیا په دې باور و چې طالبان دا بریدونه د دې لپاره کوي چې پر حکومت خلک غوصه کړي او پرضد یې راوپاروي.
یو بل کس چې نسیم نومیده وویل، طالبان په دې ډول بریدونو سره یواځې غواړي وښيي چې دوی هر ډول رزالت کولای شي او هیڅ ځای ترې خوندي نه دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments