طالبان ولې له کورونو د سنګر کار اخلي !؟سید عبدالله پاچا

comments 0

د طالبانو د جګړې تمرکز له پیله تر دې مه په کلیو کې دی او معمولا ټول طالبان د ورځې او شپې له مخې په کلیو کې اوسیږي او له کلیو بیا کله کله پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.

که د طالبانو ځینې وړې ډلې له کلیو بیرون جګړې پيسې وځي، خو مشران یې هيڅکله د استوګنو له کورونو بیرون نه وځي، ځکه پوهیږي چې هر کله د دې امکان شته چې یا بهرني او کورني ځواکونه یې په نخښه کړي.

تاسو به هر کال راپورونه اورئ او ګورئ چې په جګړه کې د ملکي وګړو تلفات زیات وي او د ملکي تلفاتو د زیاتو لوی لامل همدا طالبان یادیږي، ځکه همدوی دي چې په عامه ځایونو کې د چاودنو تر څنګ په کلیو کې جګړه کوي او د خلکو په کورونو کې پټییږي.

د ملکي وګړو هغه برخه مرګ ژوبله چې افغان او بهرنیو ځواکونو ته منسوبیږي، د هغې لامل هم طالبان دي، ځکه طالبان د ملکي وګړو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او په ځوابیه بریدونو او یا هوايي بمبار کې ملکي خلکو ته زیان اوړي.

هر کله چې افغان ځواکونه عملیات کوي، طالبانو پسې کلي په کلي ګرځي، ځکه د طالب نه په غره کې ځای کیږي او نه دښته دي، همدا د ملکي وګړو کورونه دي چې طالب ترې ګټه اخلي، که بیرون جګړه وکړي هم د تېښتې ځای یې کلی دی او هلته د خلکو په کورونو په زور دننه کیږي او ځان خوندي کوي.

د طالبانو لپاره کلي یو امن ځای باندې بدل شوي، ځکه پوهیږي چې افغان ځواکونه هیڅکله پر ملکي وګړو برید نه کوي او د خلکو کورونه ورته د ژوند یوه بله موقع ورکولی شي.

طالب که په اسلامي لار برابر وای، نو بیا د جګړې په اصولو باندې هم پوهیده او هیڅکله به یې د استوګنو له کورونو د سنګر کار نه اخیسته او نه یې د ښځو او ماشومانو منځ کې ځای نیوه.

داسې هم نه ده چې ګنې ملکي خلک یا کلیوال طالبانو ته ځایونه ورکوي او د طالب په پلوۍ هغوی ته پټنځای برابروي، طالب د خلکو په کورونو په زور دننه کیږي او هغوی چې مخالفت یې وکړي، په مرګ یې هم نه دي ایسار.

له ډيرو کلیو او ولسوالیو راپورونه دي چې هغه مشران، کومو چې طالبانو غوښتي چې د عملیاتو پرمهال دې کلیو ته نه وردننه کیږي او دې د دوی په کورونو کې ځای نه نیسي، دطالبانو له سخت غبرګون او ګواښونو سره مخ شوي دي.

طالبان پوهیږي، که په غره او یا دښته کې له افغان ځواکونو سره جګړه وکړي، یو ساعت هم مقاومت نه شي کولای، نو له همدې کبله کلی او د خلکو کورونه ورته فرصت برابروي چې پټ شي او کله چې عملیات خلاص شي او یا افغان ځواکونه له سیمې ووځي، بیا یې پردی ټوپک په اوږه وي او د کلي په کوڅو کې ګرځي.

ډیر کله طالبان اعلامیي خپروي چې ګنې د افغان او یا بهرنیو ځواکونو په برید کې ملکي وګړي وژل شوي، خو په دې سترګې پټوي چې طالبانو په زور د ملکي وګړو کورونو کې پټنځای نیولی و او په هوایي برید کې یې له ځان سره ملکیان هم قرباني کړي.

طالبان ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي، ځکه نو د ناامنه ولسوالیو کلي له دوی سره دي او افغان ځواکونه د ملکي وګړو د تلف له ویرې ډاډه او پراخ عملیات نه شي کولای، خو طالبان فکر کوي چې دوی زورور دي، نو ځکه یې پروړاندې څوک عملیات نه شي کولای.

Comments

Leave a Reply