طالبان وروستۍ سلګۍ وهي

comments 0

0 Views

لیکوال: نوید احمد څرک
کابل او څو نورو ولایتونو په وروستیو دوه اوونیو کې د مرګونو بریدونو شاهدانو و او په دې بریدونو کې زیات قرباني ملکي وګړي و چې پړه حقاني شبکې پلان کړي او مسوولیت یې طالبانو اخیستی دی.
طالبانو دا ډول ډله ییزو بریدونو ډله ییزو وژنو ته ځکه زور ورکړی چې اوس یې انتحار حتمي شوی او وروستۍ ساه اخلي، له یوې خوا د طالب په بادار (پآکستان) د امریکا فشارونه زیات شوي چې طالب ته یا مرګ او بریا شرط ايښودل شوی او له بلې خوا په افغانستان کې پرې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات پیل شوي چې سخت وارخطا دي.
طالبان چې له یوې خوا د کرکو او نفرتونو سره مخ دي، له بلې خوا تبلیغات هم کوي چې ګنې له ملکي وګړو سره خواخوږي لري او د جګړې لپاره یې نه قرباني کوي.
تاسو به تېره ورځ د طالبانو خپره شوې اعلامیه لیدلي وي چې په سپین سترګې سره یې لیکلي و چې له ملکي وګړو سره خواخوږي لري او هیڅکله پرې برید نه کوي، خو تاسو به د کابل جمهوریت روغتون سره برید کې لیدلي وي چې زیات قربانیان یې ملکي وګړي چې ښځې، ماشومان او سپین ګیري پکې شامل و.
طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې ډيره سپین سترګې کړې، افغان رسنۍ یې تورنې کړي چې ګنې د سوريې او عراق ویډیوګانې یې د کابل په برید کې کارولي دي، طالبانو دا کار د دې لپاره کړی چې له هر برید سره د طالب فکر غندل کیږي او کرکه ترې زیاتیږي.
د کانټیننټل، جلال اباد او وروستی هغه د جمهوریت روغتون سره په برید کې چې ډيری بهرني ملکي او افغان ملکي وګړي پکې وژل شوي و، له طالبانو د خلکو کرکه اوج ته ورسیده او د دې تبلیغاتو پروړاندې یې داسې نوره سپین سترګي وکړه چې د خندا وړ ده.
طالبان چې هر برید کې یوه کورنۍ د ویر په ټغر کینوي، له سلو تر دوه سوو کسانو کرکه ورسره اضافه کیږي چې د قرباني له کورنۍ سره د خپلوۍ او دوستۍ اړیکه لري.
طالبانو ځکه اوس بریدونو ته زور ورکړی چې له خوا یې پاکستان په ملا ټپوي چې مخکې لاړ شي او له بلې خوا یې له روسيې امکانات اخیستي او ژمنه یې ورسره کړې چې افغانستان کې به د امریکا د ماتې او روسیه د بري لپاره زیات افغانان وژني.
دا ټول هغه څه دي چې اوس ټولو ته ثابته ده، د افغانستان هر وګړی چې اطلاعاتو ته لاس رسی لري، له طالب کرکه لري، د طالب تګلارې او مفکورې باندې لعنت وايي.
د طالبانو دا ډول بریدونه طالب ته د ګټې پر ځای تاوان هم زیات لري، ځکه که له یوې خوا له طالبانو د خلکو کرکه زیاتیږي، له بلې خوا د امریکا او نړیوالې ټولنې هغه پلمه ختمیږي چې ویل به یې د افغان ځواکونو او طالبانو جګړه د افغانستان داخلي مسله ده او نړیوال ګواښ نه دی.
خو د کانټیننټل له برید سره سم او د کابل جمهوریت له برید سره په تکرار امریکا او نړیوالې ټولنې ومنله چې طالب ترهګر دی او د افغانستان تر څنګ د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ جوړیدای شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره به تر دې وروسته طالبان په نخښه کړي او هڅه به وکړي چې سرچینې یې په نورو هېوادونو کې هم له منځه یوسي.
دا هغه څه دي چې افغان ولسمشر له تېرو دریو کلونو راهیسې پرې کار کوي چې څنګه کیدای شي د طالبانو پروړاندې د سیمې او نړۍ هېوادونو منسجم کړي او د دې ډلې پروړاندې چې اوس یواځې افغان ځواکونه جګړه کوي، ټول یې پروړاندې ودریږي او له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي چې دا ډله نوره له منځه یوسي.
د طالبانو د بریدونو د زور یو بل لامل دا کیدای شي، چې ځینو سیمو کې خپلمنځي اختلافات او ځینو نورو کې له داعش ویره لري چې ممکن په افغانستان کې یې جګړه او د سیمو واکمني راکمه کړي، نو طالبان چې په کوم شرط له پاکستان او روسیې تجهیزات او پيسې اخلي،تر فشار لاندې دي چې بریدونو ته زور ورکړي.
طالبان پخوا توانیدل چې په ځینو سیمو کې مخامخ جګړه کې پرمختګ وکړي، خو اوس له هغې زوره لویدلي او نه شي کولای له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي، نو د ډله ییزو بریدونو لپاره یې پاکستان کې د ځینو دیني مرکزونو په نوم د مرکزونو تر څنګ په سرایونو کې هم د ځانمرګو د روزنې لپاره مرکزونه پرانیستل چې څنګه کیدای شي افغان جګړه سخته کړي او افغان حکومت تر فشار لاندې ونیسي، هغه حکومت چې پآکستان ته یې شا کړې او منزوي حالت ته یې رسولی دی.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply