طالبان هم جګړه کوي، هم شکایت کوي / سید عبدالله پاچا

comments 0

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ډير په تمه شول چې ګوندې طالبان به جګړه بس کړي او په تمه به شي چې د بین الافغاني مذاکراتو په جریان کې یوې هوکړې ته ورسیږي، جګړه پای ته ورسیږي او تلپاتې سوله راشي.
تاسو ولیدل چې د یوې اوونۍ تاوتریخوالي کمیدو سره د سلګونه افغانانو ژوند ژغورل شوی دی، له همدې کبله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دفاعي حال کې و او جګړې ته ژر ستانه نه شول.
خو دا چې طالبانو د خپلو بادارانو په غوښتنه بیا جګړه پيل کړه، داسې یې انګیرله چې ګنې امریکا سره یې هوکړه وکړه او افغان ځواکونه به د دوی د جګړې توان و نه لري، خو طالبانو غلط فکر کړی دی.
افغان ځواکونه چې د سولې لپاره جګړه کوي، د ملت په غوښتنه یې دفاعي حالت غوره کړی و او جګړه یې نه کوله، خو دا چې طالبانو بریدونو ته دوام ورکړ او بیلابیلو ولایتونو کې یې جګړې پيل کړي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې مجبور کړل چې ځوابیه بریدونه وکړي.
طالبانو په تېر او اوس کې فکر کو چې افغان ځواکونه څومره عملیات کوي، زیات رول پکې د بهرنیانو دی او افغان ځواکونه د عملیاتو وړتیا نه لري، خو نه داسې نه ده، اوس ۹۹ سلنه عملیات د افغان ځواکونو له لوري کیږي او ځینو مواردو له کې د امریکا او افغان حکومت ترمنځ له هوکړې سره سم بهرني ځواکونه هوایي برخه کې همکاري کوي.
اوس چې امریکا او طالبانو اوربند کړی او طالبان پر افغانانو بریدونه کوي، افغان ځواکونه اوس پر طالبانو هوایي بریدونه کوي چې وروستي بریدونه یې د میدان وردګ او بدخشان ولایتونو دي چې د طالبانو ډير مشران پکې وژل شوي دي.
طالبانو د دې بریدونو شکایت امریکا ته کړی چې ولې پر دوی هوایي بریدونه کوي، خو امریکا ورته ویلي چې طالبان جګړه کوي او افغان ځواکونه د خپلو سرتېرو د ساتنې لپاره هوایي بریدونه کوي.
امریکا په قطر کې طالبانو ته په ښکاره ویلي چې بریدونه دوی نه کوي بلکې افغان ځواکونه یې د خپلو ځواکونو د ملاتړ لپاره کوي.
طالبان دې پوه شي چې دوی د جګړې دومره وړتیا نه لري، لکه افغان ځواکونه یې چې لري، خو دا چې افغان ځواکونه د سولې په تمه دي او یا دا چې طالبان د ملکي وګړو منځ کې ځای نیسي، د افغان ځواکونو لاس یې یو څه بند کړی دی.
که د جګړې کرښې مالومې شي چې له کلیو ووځي او په غر او دښته کې شي، بیا به تاسو د طالبانو چیغې واورئ چې افغان ځواکونه ورته څومره منډې ورکوي
خو طالبان چې د جګړې تر پست او وروستي حد کې دي، هر ځای ملکي وګړي سپر کوي او تر هر برید وروسته د ملکي وګړي شاته او د خلکو کورونو کې ځای نیسي.
طالبان دې خبر وي چې د جګړې ځواب جګړه دی او هغه بریدونه چې پر طالبان کیږي او شوی، افغان ځواکونو کړي، نه بهرنیو ځواکونو.

Comments