طالبان هغه ملايان وژني چې اسلام د سولې دين ګڼي / عبدالمنان توحید یار

comments 0

0 Views

د طالبانو مشر ملا دی. جګړه يې د ملا په فتوا روانه ده. ځانمرګو ته يې ديني روحيه ملايان ورکوي. د پاکستان مدرسې د دوئ له وسلوالو ډکې دي. طالبانو ته ځان د نبي عليه (ع) مجاهدين او ملايانو ته يې ځانونه د نبي (ع) وارثين ښکاري. په ټوله کې طالبانو ته ځانونه د ديني عالمانو پيرويان او حمايتګران ښکاري او خپل امارت يې د ملا د کلام سره عيار کړی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو ډېری مشران هم ملايان دي، او څه ناڅه جګړه ماران يې هم د مدرسو طالبان دي، مګر دوئ بيا هم د هېواد نور ديني عالمان وژني او ځانمرګي حملې پر کوي. زه غواړم د دغو ملايانو ترمنځ چې طالبان يې په فتوا جنګېږي، او د هغو ملايانو چې طالبان يې په مرګ پسې دي، او ځانمرګي پر کوي تفکيک وکړم.
کوم ملايان چې طالبانو ته د جګړې فتوا ورکوي، او د افغان وژنې اراده ورکوي، هغوئ ته يواځې له جګړې څخه ترلاسه کېدونکې ګټه او د پاکستان د ارمانونو پوره کېدل مهم دي. دا ملايان چې طالبان يې په فتوا جنګېږي، نه وطن پېژني، نه د وطن ملي ګټې پېژني. نه علم ته ارزښت لري، نه ټکنالوجۍ ته ارزښت لري، او نه د هېواد ابادۍ ته ارزښت لري.
دوئ يواځې دا زده کړې چې د مرګ او جګړې ډولونه طالبانو ته ور وښيي. دا يې نه ده زده چې د مسلمانانو ترمنځ د يوالي پېغام خپور کړي. دا يې نه زده چې جنګېدونکي افغانان ملي روغې جوړې ته را وبولي. دغو ملايانو اسلام ته په خپله مرضا داسې معيارونه جوړ کړي چې دوئ په جګړه او فتواوو کې کاروي. دوئ طالب جګړه مارو ته داسې انګېزه ورکړې چې دا جګړه به تل تر تله وي.
دغو ملايانو اسلام د جګړې دين معرفي کړی. دا دنيا يې د کافرانو لپاره جنت او د مسلمانانو لپاره دوږخ معرفي کړې ده. د هيڅ ډول پرمختګ او بيارغاونې علاقه نلري. په پردي توپک او په پردي فکر يې د بل اولادونه د افغانستان پر ضد يوې داسې جګړې ته سوق کړي چې يواځې او يواځې افغان ماشومان، مېرمنې او د دې وطن ځوانان پکې وژل کېږي.
دا ملايان نه خپله ځان وژنې حملې کوي، نه خپل اولادونه دې حملو ته روزي او نه يې پر ځان او خپلې کورنۍ دا ډول مرګونه او له جګړې برخمن ژوند ور پېرزو دی. د دوئ پر افغانستان ښه ژوند نه دی پېرزو. دوئ نه غواړي افغانستان اباد شي، او د دوئ د بغدادي پيرۍ کيسې ختمې شي. دوئ غواړي ټولنه فقط او فقط دوئ ته محتاجه او دوئ يې هرې خوا ته چې کشوي، هغې خواته يې کش کړي.
دوئ د افغانانو پر لوږه او دربدره کېدو هيڅ زړه سوی نلري. دوئ دا نه شي درک کولی چې په دې ملک کې دا څلوېښت کلونه کېږي د دين په نوم جګړه روانه ده، اخر دا جګړه د چا پر ضد ده او څوک پکې وژل کېږي. دوئ دا بحث نه وړاندې کوي، چې په دې څلوېښتو کلونو کې دې جګړې اسلام ته له تاوان پرته بله څه ګټه رسولې ده. نه يې کوم کافر مسلمان کړی، نه يې چېرته څوک اروپا او امريکا ته په تبليغ لېږلي، نه يې کوم مسجد جوړ کړی، او نه يې کومه مدرسه جوړه کړې ده
طالبانو د دغو ملايانو تر شا ولاړ دي، حمايت کوي. دا ملايان جګړه غواړي، او طالبانو جګړه کوي. طالب په هيڅ صورت هغه ملا نه وژني چې د جګړې طرفدار وي.
طالبان هغه ملايان وژني چې اسلام يې د سولې دين معرفي کړی وي. هغه ملايان وژنې چې د مسلمانانو ترمنځ يوالی غواړي، پخلاينه غواړي او ارام ژوند غواړي. طالبان هغه ديني عالمان وژني چې د افغانستان د روان جنګ مخالفت يې کړی وي، هغه ملايان وژنې چې خلکو ته په خپلو خبرو کې د وطنپالنې اسلامپالنې او تعليم ته را بللو بيانونه کوي.
په ټول هېواد کې داسې بېلګه نه شئ وړاندې کولی چې وښيي چې ګنې طالبانو چېرته داسې عالم وژلی چې جګړه يې غوښته، اسلام يې د جنګ دين معرفي کړی و. طالبانو د پاکستان په دستور د هغو ملايانو په مرګ پسې پايڅې پورته کړي چې د افغانستان ابادي غواړي. له فقر څخه د افغانانو خلاصون غواړي.
پاکستان پوهېږي چې د دغسې رښتني علماء کرامو بيانونه پر جګړه ناوړه اغېز کوي او کولی شي چې د جګړو مارو فکرونه بدل کړي. اوس دا جوته شوه چې دا وطنپال او رښتني عالمان د نبي وارثين او هغه چې جګړه غواړي د پنجاب وارثين دي. هغوئ ته د پنجاب ګټې مهمې او دوئ ته د اسلام او افغانستان ګټې مهمې دي.
دوئ د مسلمانانو ترمنځ يوالی هغوئ د يوالي پر ځای جګړه غواړي. دوئ اسلام د سولې دين، هغوئ يې د جګړې دين ګڼي. دوئ دا پردۍ جګړه ګڼي، هغوئ يې خپله جګړه او جهاد ګڼي. دوئ مسلمانان پرمختګ او تعليم ته را بولي هغوئ ځان وژنې او د افغانستان تباهۍ ته ور بولي. دوئ وايي، ټکنالوجي جوړه کړئ، هغوئ وايي ټکنالوجي له منځه يوسئ دوئ وايي، مکاتب او مدرسې جوړې کړئ، هغوئ وايي وران يې کړئ.
دوئ وايي، مسجدونه جوړ کړئ، هغوئ وايي، مسجدونه کې ځانمرګي حملې وکړئ. دوئ وايي، بېګناه وګړي مه وژنئ، هغوئ وايي، وې وژنئ. دوئ وايي جګړه بس کړئ، يوالي وکړئ، هغوئ وايي، جګړه وکړئ او دا جګړه به تر قيامته وي. اوس يې نو وپېژنئ. چا چې جګړه غوښته هغه د پنجاب وارث او چا چې سوله غوښته هغه د نبي وارث دی. طالبان د نبي وارث وژني او د پنجاب وارث ته يې په خپله غېږه کې ځای ورکړی.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply