طالبان نیول شوي ولسوالۍ یوه اونۍ هم نه شي ساتلی؛ افغان ځواکونو ترې بېرته د انار درې ولسوالۍ ونیوه

comments 0

هندوکش ــ فراه: د افغانستان د فراه ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې تېره ورځ یې له وسله والو طالبانو بېرته د دغه ولایت د انار درې ولسوالۍ نیولې ده. د دغه ولسوالۍ سرپرست قوماندان عبدالرحمان سالنګي هندوکش خبري اژانس ته وویل چې افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د جعمې په ورځ عملیات پیل کړل، چې بالاخره په دې وتوانیدل چې یاده ولسوالي بېرته له طالبانو ونیسي.
ده وویل:«لکه څه ډول چې تاسو محترم مطبوعات خبر لرئ، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د انار درې ولسوالۍ نیولې وه، موږ د دې لپاره چې د دغه ولسوالۍ په بېرته نیولو تلفات ور نه کړو، له پوره مشورو او منظمو پلانونو وروستو عملیات پیل کړل، موږ ته د دولایت په کچه او په ټوله کې د افغانستان د امنیتي رهبرۍ هدایت دا دی، چې د تلفاتو مخه ونیسو، د دښمن پر وړاندې منظم عملیات وکړو، لله الحمد موږ وتوانیدو غیر له تلفاتو بېرته ولسوالي ونیسو، دښمن ته کافي ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
اخوا د فراه د ولایتي شورا غړي هم تائیدوي چې افغان ځواکونو د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.
د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس وايي، بالاخره افغان امنیتي ځواکونه پدې وتوانیدل چې د ولسوالۍ ټولې ودانۍ بېرته ونیسي«زما معلومات دا دي، چې افغان ځواکونو په ډېر ښه شکل عملیات تر سره کړي دي، هېڅ تلفات نلري، برعکس دښمن ته بیخي ډېر تلفات ور اوښتي، ما مخکې هم ویلي و، طالبان غیر لدې چې په مطبوعاتو کې شور جوړ کړي او یا په ډېرو تلفاتو وتوانیږي ځینې سیمې ونیسي، نور هېڅ نشي کولای، دا یې ښه ثبوت دی، طالبانو ټول زور و ازمایه، خو ونه توانیدل یوه اونۍ د دې ولسوالۍ ودانۍ له ځان سره وساتي.»
د فراه د ولایتي شورا رئیس وايي:«په ډېر تاسف سره باید ووایم، چې طالبانو د ولسوالۍ د ودانۍ ډېرۍ برخې په بمونو الوځولي دي، د همدې لپاره یې الوځوي، چې دوی پدې اطمنان لري، چې نیول شوې سیمې نه شي ساتلی، دوی فکر کوي، پدې سره به حکومت ته زیان وا ړوي، خو دا نه یواځې د حکومت دښمني بلکې د افغانستان د ملت دښمني ده، د افغانستان دښمني ده، دوی به تاریخ ته د دغه ورانیو ځواب ور کړي.»
تحلیل دا دی، چې طالبان خپل وروستی زور ازمایي، خو د ټول زور سره سره نه شي کولای، چې نیول شوي سیمې له ځان سره وساتي، پوځي کارپوهان د افغانستان د حکومت اوسنۍ نظامي ستراتیژي ستايي او وايي چې دوی پدې توانیدلي، چې د افغان ځواکونو په تلفات کې پام وړ کموالی را ولي.
امیر حسین سلجوقي

Comments