طالبان ملکي وګړي وژلي

comments 0

هندوگش – غزنی: له غزني څخه راپورونه وایي چې طالبانو تېره ورځ ماسپښين اوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایي، د ګیلان ولسوالۍ چیرلي سیمه کې طالبانو ماین ځای په ځای کړی و چې د ملکي وګړو د سپرلۍ ډک موټر پرې برابر شوی او چاودلی دی.
د نوري په خبره، په دې چاودنه کې د یوې کورنۍ دوه میرمنې وژل شوي او د یو نارینه او درې ماشومانو او یوې میرمنې په ګډون پنځه تنه نور ټپيآن دي.
د پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د والي ویاند وایي، د ملکي وګړو دا موټر او دا کورنۍ هدیرې ته د دعا لپاره تلل چې د طالبانو له لوري خښ شوي ماین باندې برابر شوي دي.
نوري وایي، دا سیمه د طالبانو په واک کې ده او ډير کله د افغان ځواکونو لپاره د سړک غاړي ماینونه ږدي چې زیات قربانیان یې ملکي وګړي وي.
شاه رسول غزنوی

Comments

Leave a Reply