طالبان له کوم چینل خبرې کوي؟ نوید احمد څرک

comments 0

قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ له شپږ ورځنیو خبرو وروسته مالومه شوه چې یواځې ځینو موضوعاتو باندې بحث شوی او هیڅ موضوع باندې توافق نه دی شوی.
که څه هم طالبانو تبلیغات کول چې ګنې د بهرنیو ځواکونو وتل حتمي شوي، د طالبانو بندیان خوشې کول حتمي شوي، خو دا هر څه د طالبانو او د پاکستان د ای ایس ای تبلیغات و.
کله چې شپږ ورځینۍ خبرې پای ته ورسیدې، دخلیلزاد ټویټر هر څه په ډاګه کړل چې هلته هر څه باندې بحث شوی و، خو هیڅ باندې هم توافق نه دی شوی.
خلیلزاد اوس کابل کې دی چې د غونډې او بحثونو جزیات له افغان حکومت سره شریک کړي، ځکه خلیلزاد د امریکا استازیتوب نه کوي او نه شي کولای د افغانستان اړوند پریکړې پرته د افغان حکومت له مشورې وکړي.
که له یوې خوا طالبان د روسیې او پاکستان په لارښوونه له افغان حکومت سره د خبرو تیښته کوی،له بلې خوا بیا د امریکا استازی په هر هغه څه بحث او توافق کوي چې افغان حکومت یې اجازه ورکړي.
که څه هم طالبان د خپلو تبلیغاتو لپاره زیات ټینګار کوي چې ګنې افغان حکومت خپلواکي نه لري، خود خلیلزاد وروستیو خبرو دا په ډاګه کړه چې له امریکا سره خبرې هم د افغان حکومت له مشورې او پریکړې پرته هیڅ پایله نه شي ورکولی.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې له خبرو وروسته د امریکا پلاوی واشنګټن ته تللی، زلمی خلیلزاد کابل ته راغی او طالب پلاوی اسلام اباد ته رسیدلی.
هر پلاوی به خپلو مشرانو ته د غونډې جزیات ورکړي، طالبان به پاکستان کې مشورې وکړي چې د اسلام اباد کومې پریکړې په خیر دي چې له امریکا او یا افغان حکومت سره پرې بحث وکړي.
تاسو به اوریدلي وي چې د شپږ ورځو په اوږدو کې د پاکستان پوځ وویل چې طالبان یې یو ځل بیا خبرو ته حاضر کړل، دا له دې امله چې طالبانو ته پاکستان پاسپورټونه ورکړي او د دوی له هوایي ډګرونو تګ راتګ کوي.
طالبان په هیڅ صورت د پآکستان له انحصار نه شي وتلی او داځل یو ځل بیا پاکستان په دې کار کوي چې د مجاهدینو دوره تکرار کړي، هغه ځل هم پاکستان مجاهدینو ته اجازه نه ورکوله چې سوله وکړي او د روسانو په وتلو باندې یې ټینګار کو.
په هر صورت افغان حکومت او افغانان هوښیار شوي، سوله ورته لومړیتوب دی، خو دا لومړیتوب په دې مانا نه چې د طالبانو هر فرمایش دې پکې ومنل شي، ځکه افغان حکومت د افغانستان د راتلونکي په تړاو هر ډول پریکړه کولای شي او نه غواړي چې یوځل بیا په کابل د پنجاب راج وچلیږي او یو ځل بیا ترهګرې ډلې دلته ازاد ژوند ولري.

Comments