طالبان له خپلو قومندانانو منکر شول/ جلال الدین حقیار

comments 0

ولسمشر غني د کب میاشتې د ۲۰مې د فرمان له مخې او کابل کې د طالبانو د بندیانو د تخنیکي ټیم له پلاوي سره تر بحثونو وروسته افغان دولت سل طالب زندانیان خوشې کړل او کورونو ته واستول شول.
افغان حکومت ژمن دی چې د سولې لپاره ټول طالب زندانیان خوشې کړی، خو په دې شرط چې سوله تضمین شي او جګړه پای ته ورسیږي.
دا چې طالب په جګړه تمرکز لري او له سولې تېښته کوي، افغان حکومت د بندیانو د خوشې کیدو پروسه کې ټکنۍ دی، ځکه همدا طالبان د جګړې په لومړۍ کرښه کې نیول شوي او ډیر ګواښوونکي دي.
د طالبانو سل خوشې شوي زندانیانو کې سرګروپان او قومندانان هم شامل و، خو لومړیتوب ځکه ورکول شو چې دې طالب بندیانو کې ځینې یې ناروغان، ځینو عمر ډير او د ځینو د بند موده کمه پاتې وه.
دا د بندیانو د خوشې کیدو د هغې لړۍ پیل دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې لیکل شوي دي، خو د نورو بندیانو خوشې کیدو پروسه به د بین الافغاني مذاکراتو په پيل او دوام کې کیږي.
خو طالبان د دې بندیانو خوشې کیدو باندې خوښ نه دي او مخالفت یې ښودلی دی.
طالبانو وسله وال دې له دې زده کړي، چې د طالبانو اراده څه ده او د وسله والو اراده یې څه ده.
همدا سل تنه چې له زندان خوشې شول، د طالب مشرانو تر رهبرۍ لاندې یې کلونه جګړه کړې، ځانونه یې خطر کې اچولي، زندان یې تېر کړ، خو دا دی څو کلونه وروسته لا هم طالبان له حکومت غواړي چې دا کسان دې نه خوشې کوي او هغه کسان دې خوشې شي چې دوی یې غواړي.
د جګړه اکثره پروژې همداسې دي، تاسو به فلمونو او سریالونو کې لیدلي وي، جنګیالي ته تر هغې عزت ورکول کیږي او په ښه سترګه ورته کتل کیږي چې جنګ کوي، کله چې ووژل شي، هم څوک یې کیسه کې نه دي، کله چې معیوب شي هم کیسه یې ختمه ده، کله چې له جګړې په شا کیږي، وژل کیږي او کله چې بندي کیږي دوسیه یې تړل کیږي.
همداسې لوبه طالبان هم خپلو وسله والو سره کوي، کله چې بندي شي، بیا یې د کورنۍ کیسه کې هم نه وي، کله چې معامله کې خوشې کیږي، هر قومندان کوشش کوي چې خپل ملګري خوشې کړی، نو وسله وال چې څوک نه لري، طالبان یې په خوشې کیدو خوشحاله نه وي.
اوس هم ناوخته نه دی چې طالب وسله وال درک کړي چې مشران یې د پردۍ جګړې په لومه کې دي، ښه ژوند لري، خو وسله وال یې در په دره دي، کورنۍ یې له لوږې سره مخ دي او مشران یې کیسه کې نه دي.
هر څه چې دي، خوشې شوي سل کسان هم د طالبانو جنګیالي، قومندانان او سرګروپان دی، نو نباید طالبانو یې مخالفت کړی یو، ځکه همدې کسانو د طالبانو د ګټو لپاره جګړه کړې، دا چې د طالب مشرانو اړیکه له چا سره ده او د جګړې دا پروژه یې له چا اخیستي، دا وسله والو ته پته نشته، خو دا یو ځل بیا ښکاره شوه چې طالبانو یواځې د هغو بندیانو خوشې کیدل غواړي چې د دوی او بهرنیو استخباراتو ګټو ته ژمن وي.

Comments