طالبان له امریکا سره په خبرو بوخت دي

comments 0

هندوکش _ قطر:لا هم قطر کې د طالب او امریکایي استازو تر منځ څلورم پړاو خبرې روانې دي.
طالبانو ويلي، په دوحه کې به یې له امریکايي استازو سره خبرې د درېمې ورځې لپاره نن چهارشنبه هم دوام وکړي.
که څه هم د څلورم پړاو خبرو پایله تر اوسه دقیقه نه ده مالومه؛ خو طالبانو ویلي، امریکایانو سره یې له افغانستانه د ځواکونو پر وتلو خبرې کړې.
په دغه څلورم پړاو خبرو کې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ اته طالب استازي او ۱۱ امریکایي استازي په خبرو بوخت دي.
کابل کې پخواني طالب چاوراکو ویلي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل، له تور لېست څخه د طالب مشرانو لرې کېدل، د طالب بندیانو خلاصون او اوږد مهاله اوربند هغه مسایل وو چې دواړو لوریو پرې بحث کړی.
امریکا بیا له افغان حکومت سره د طالبانو په مخامخ خبرو ټینګار لري.
سولې شورا او افغان حکومت ویلي چې د افغانانو له مشرۍ پرته هر ډول خبرې به پایله ور نه کړي.
فکور نعیمی

Comments