طالبان فاتحین نه بلکې د سولې له لارې تسلیم شول/بریالی ویاړ

comments 0

طالبان او ځینې پلویان یې جشنونه نیسي او یا د پيغور ژبه کاروي چې ګنې دوی خپل هدف ته ورسیدل، خو د قطر هوکړه او د افغان حکومت، ناټو او امریکا ګډه اعلامیه چې ولولئ، هر څه پکې ډاګیز دي چې طالبان تسلیم شوي او حاضر شوي چې سوله وکړي، په داسې شرایطو سوله چې امریکا او افغان حکومت ورته وړاندې کړي دي.
که طالبان اوس له هوکړې سره سم عمل و نه کړي، نو د ټولې نړۍ لپاره ترهګره ډله ده او هیڅوک به ورسره سوله و نه کړي او زیات بندیزونه به پرې ولګیږي.
دلته د افغان حکومت، ناټو او امریکا د ګډې اعلامیې برخې رااخلو او بیا پرې قضاوت وکړئ.
۱-دا تضمین چې د افغانستان له خاورې به هیڅ ډول نړیوالې تروریستي ډلې یا افراد، د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ نه جوړوي.
۲-له افغانستان څخه د ټولو امریکايې او ائتلافي ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش.
۳-د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو او د افغانستان اسلامي جمهوریت لخوا د یوه ټول شموله مرکچي ټیم له لوري طالبانو سره د خبرو اترو په نتیجه کې سیاسي توافق ته رسېدل .
۴-تلپاتی او پراخ بنسټه اوربند.
نو طالبانو چې دا څلور بندونه ومني، هم افغان حکومت او افغانان ورته هرکلی کوي، له طالبانو سره مشکل همدا دی چې جګړه کوي او بهرنیو ترهګرو ډلو ته یې بستر برابر کړی، کله چې جګړه نه وي او بهرنیو ترهګرو ډلو سره یې همکاري نه کوي، ښکاره ده چې وضعیت ښه کیږي.
دا څلور برخې د یو بل اړوند او بل سره تړلې دي. تر کلونو جګړې وروسته سوله راوستل، د هغو ټولو خواو د هدف څرګندونه کوي د خپلو ځانونو او ګاونډيانو سره د یوه سوله ایز، خپلواک، او یو موټي افغانستان لپاره يې هلې ځلې کړې دي .
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالات له ۲۰۰۱ م کال راهیسې په خپلو کې نږدې همکاري لري څو نړیوال امنیت او سولې ته د پېښو ګواښونو پر وړاندې مبارزه او له افغان ولس سره د یوه امن، دیموکرات او روښانه راتلونکي په برابرولو کې همکاري وکړي.
دواړه هیوادونه خپلو اوږدمهالو اړیکو او هغو پانګونو ته ژمن دي چې په افغانستان کې د دیموکراتیکو نورمونو او د هیواد د یووالی د ساتني او خوندیتوب، د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او د اتباعو حقونو د ترویج لپاره، پر اړینو افغاني بنسټونو یې کوي .
دلته شوې ژمنې د همدې ګډو لاسته راوړنو پر اساس ممکنې شوي دي. افغان او امریکايې ځواکونه ګډ تعهد او اړیکې لري چې د کلونو د زیاتو قربانیو او زوړتیا په نتیجه کې ترلاس شوي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او افغان ولس یو ځل بیا له سولې خپل ملاتړ او د جګړې پای ته رسولو لپاره ،خ برو اترو ته خپله لیوالتیا څرګندوي .
د افغانستان اسلامي جمهوریت د تاوتریخوالي د کمښت د دورې استقبال کوي او د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ هغه تړون څاري چې د جګړې ختمولو لپاره مهم ګام دی .
د امریکا او طالبانو توافق پر یوه سیاسي جوړجاړي او پراخ بنسټه اوتلپاتي اوربند، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواروي.
دافغانستان اسلامي جمهوریت په دغه شان خبرو اترو کې د ګډون او په نتیجه کې یې له طالبانو سره اوربند ته پر خپل چمتوالی ټینګار کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه راز پر خپلو کړو ژمنو ټینګار کوي چې د القاعده او د داعش ډلې خراسان څانګې په ګډون، هېڅ نړیوالې تروریستې ډلې یا افراد نه پرېږدي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالاتو ،د هغوی متحدینو او نورو هیوادونو ته ګواښ جوړ کړي. د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې هلو ځلو ګړندۍ کولو لپاره، په هغه صورت کې چې طالبان له امریکا سره پر شوي توافق او د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې شوې موافقې باندې عمل وکړي، له افغانستان څخه په تدریجي ډول د امریکايې او ائتلافي ځواکونو له وتلو ملاتړ کوي.

Comments