طالبان غزني کې مات دي

comments 0

هندوکش – غزني: که څه هم طالبانو او ځينو رسنیو په غزني د طالبانو د پرمختګ خبرونه ورکړي، خو وروستي راپورونه دي چې غزني کې طالبان مات شوي دي.
د غزني امنیه قومنداني وایي، ځانګړي ځواکونه ښار ته رسیدلي او تر دې دمه په جګړه کې ۳۵۰ طالبان وژل شوي او ټپيان دي.
طالبان د غزني مرکز ځينو سیمو ته رسیدلي و چې اوس بیرته د تېښتې په حال کې دي.
طالبانو ادعا کړې چې زندان یې مات کړی، خو ځایي چارواکي وایي، طالبان تر زندان نه دي رسیدلي او افغان ځواکونو بیرته په شا کړي دي.
شاه رسول غزنوي

Comments