طالبان سولې لپاره ژمنتیا ښیي؛ خو ترهګریزې کړنې ترسره کوي

comments 0

هندوکش – کابل: نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو ډلې مرستیال سراج الدین حقاني له قوله ليکلي دي، طالبان د سولې پرېکړې لیک ټولو تعهداتو ته ژمن دي.
حقاني چې په خپله د ځانمرګو بریدونو او بلواګرو په روزلو تورن دی ویلي دي چې طالبان د تاوتریخوالي په کمولو په موده کې به ژمن پاتې وي، او یو بل تر منځ به تاوتریخوالي په کمولو کې د باور وړ فضا رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړې چې ټول افغانان به ډېر زر د دغې تاریخې توافقنامې شاهدان واوسي دغه خبرې یې په داسې مهال کې وکړې چې طالبان او امریکا تر منځ پدې ورستیو کې د دواړو خواوو تر منځ د سولې هوکړه لیک امضا‌ء شي او بین الاافغاني خبرو ته به لاره هواره شي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو په پروني برید کې چې د ننګرهار په اومې ناحیې کې ترسره شوې وو زیات شمیر کسان ټپي شوي او ځاني زیان تر څنګ خلکو ته مالي زیان هم اړولې دې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments