طالبان سوله کوي، که يې نکوي؟:بريالی وياړ

comments 0

0 Views

دا خبره چې طالبان سوله کوي، که يې نکوي؛ نوره داسې واضح شوې لکه د اسمان پر مخ غوړېدلی لمر. طالبان چې د ناروا جګړې ترڅنګ يې د سولې تش نوم بدرګه کړی، خلکو ته ښيي چې ګنې دوئ سولې ته ژمن دي. مګر واقيعت دا دی چې طالبان نه سوله کوي، نه له سولې سره علاقه لري.

پرون په اندونيزيا کې د نړۍ د مشهورو ديني عالمانو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه غونډه وشوه. غونډې د طالبانو جګړه حرامه وبلله. ځانمرګي بريدونه چې طالبان يې خپل (سپېڅلي) بريدونه ګڼي، په قاطعانه ډول حرام وبلل شول. د غونډې ديني عالمانو طالبان وهڅول چې د سولې له بهير سره يو ځای شي، او له جګړې لاس واخلي.

دا يو اړخيزه غونډه نه وه. هغه د طالبانو پلار سميع الحق هم ګډون پکې کړی و. د طالبانو پلار د لومړي ځل لپاره دا حقيقت ووايه چې د روانې جګړې هدف د پښتنو نسل وژنه ده. هغه وويل: د ډېورنډ دواړو غاړو ته پښتانه وژل کېږي چې مسئولیت يې د طالبانو دی.

دې غونډې د سولې په اړه د ولسمشر غني هغه دريځ هم وستايه چې طالبانو ته يې پکې له شرط پرته د سولې وړانديز کړ و. ولسمشر له دوئ غوښتې ول چې جګړه بس کړي، سياسي حزب رامنځته کړي، او بيا که دوئ غوښتل په اساسي قانون کې به هم تغير راولي. د سولې په باب تر دې ښه وړانديز بل څه ډول کېدلی شي؟

اوس اصلي خبره دا ده چې طالبان د افغانستان، چين، پاکستان، ايران، اندونيزيا، عربستان، قطر او نورو د سولې وړانديز نه مني د دې هدف څه کېدلی شي؟ طالبان له مسلمانو ديني عالمانو سره خبرې نه کوي، وايي: موږ له امريکې سره خبرې کوو. د دې مانا څه ده؟ مانا يې دا ده چې امريکا له طالبانو سره خبرې نه کوي، او جګړه طالبانو روانه کړې ده.

د طالبانو د جګړې هدف څه دی؟ د جګړې هدف يې دا دی چې سوله نه کوي. حتی چې پېغمر(ص) هم طالبانو ته د عجز لپاره راشي، لا به دوئ سوله ونکړي. ځکه دوئ د ثبات طرفداران نه دي. دوئ د څوکۍ او قدرت شوقيان دي. طالبان داسې فکر کوي چې دا حکومت به نسکور کړي، بيا به دا هر څه دوئ ته پاته شي، چې دا يې يو شيطاني خوب دی. داسې خوب چې هيڅکله يې نه شي حقيقت کولی.

د نړۍ ټول مسلمانان، ستر – ستر ديني عالمان وايي: اسلام د سولې دين دي، مګر طالبان لګيا دي چې نه اسلام د سولې نه اسلام د جګړې دين دی. د دې پېغام مفهوم څه دی چې طالبان اسلام د جګړې دين معرفي کوي؟

د طالبانو اصلي هدف دا دی چې اسلام په ټوله نړۍ کې بدنام کړي. منفور يې کړي. خلک مجبور کړي چې کرکه ترې وکړي. کافرانو ته وښيي چې اسلام کې سوله موله نشته. کله چې له اسلامه د سولې عنوان اخيستل کېږي، او د جګړې په دين معرفي کېږي، څرګنده خبره ده چې طالبان د اسلام سرسختي دښمنان دي. د دوئ د جګړې له امله ډېری مسلمانانو اسلام پرې ايښی دی.

دا، خو څرګنده شوه چې طالبان سوله نه غواړي، مګر دې ته پام کړئ چې دوئ څنګه افغانستان غواړي، دوئ داسې افغانستان غواړي چي:

۱-ټول حکومت پلوه افغانان ووژني.

-۲ ملي بېرغ بدل کړي.

-۳ د ملي سرود پر ځای پنجابي ترانه جوړه کړي.

۴- د هېواد ټولې ابادې ويجاړې کړي.

۵- پوځ ټوټه کړي، پر پاکستان يې تجهزات ليلام کړي.

۶- ښوونځي بند کړي.

۷- نجونې له تعليمه را وګرځوي.

۸- د هېواد بانکونه چور کړي.

۹- دباندې د ښځو پر وتلو بنديز ولګوي.

۱۰- پوهنتونونه وتړي.

۱۱- پخې لارې خرابې کړي.

۱۲- د هېواد ملي شتمني لوټ کړي.

۱۳- له پاکستان پرته له نړۍ سره د افغانستان اړيکې قطه کړي.

۱۴- د پنجاب په خوښه يو لاسپوڅی حکومت جوړ کړي.

۱۵- افغانستان د پاکستان پنځمه سوبه وګرځوي.

۱۶- د افغانستان اقتصاد صفر درجې ته راټيټ کړي.

۱۷- په ميلونونه افغانان کډوالۍ ته اړ کړي.

۱۸- د بيان ازادي زندۍ کړي.

۱۹- د مطبوعاتو خوله وتړي.

۲۰ ټولې لوبې بندې کړي، لوبغاړي کډوال کړي.

۲۱- پر هېواد ټولې بهرنې مرستې بندې کړي.

۲۲- افغانان بيا فقر او سوال ته متحتاج کړي.

۲۳- ټول ولس يرغمل کړي، ديکتاوري پر وکړي.

۲۴- جبراً په خلکو لمونځونه وکړي.

۲۵- افغانستان بيرته تورې تيارې ته بوځي.

يانې په ټول کې طالبان داسې افغانستان غواړي چې له هر ډول پرمختګ او ټکنالوجۍ څخه بې برخې وي، او فقط دوئ پر حاکمان وي، نه د چا نظر واوري، نه د چا خبره ومني.

هغه، خو څه کوئ طالبان حتی له سولې سره داسې دښمنې لري چې په هېواد کې څوک د سولې خبره وکړي، دوئ يې جاسوس او د امريکا ګوډاګی ګڼي. د دې تر ټولو ښه مثال په افغانستان او په تېره بيا په هلمند کې د سولې د خېمې درېدل دي چې طالبان يې د سولې خېمه نه بلکې د امريکا جاسوسه ځاله ګڼي.

هر سړی خبر دی چې د سولې دا غږ هغو کسانو پورته کړی چې روانې جګړې يې د کورنۍ غړي ور وژلي، زيان ورته رسولی او تباهي يې رامنځته کړي. که طالب ته دې وويل چې سوله وکړه، وايي: ته د اسلام دښمن يې. که دې ورته وويل چې جګړه بس کړه، وايي:  اسلام د جګړې دين دی، ته په اسلام نه پوهېږې.

 

Share this page to Telegram

Comments