طالبان روژه کې د افغانانو شهیدانول ثواب ګڼي//نوید احمد څرک

comments 0

د روژې په میاشت کې انسانان له یو بل سره همدردي او مرسته کوي چې دا میاشت پرې ښه تیره شي او ثوابونه یې وشي.
خو طالبان برعکس د روژې میاشت کې قتل عام ګډ کړی دی.
د ملي امنیت شورا د مالوماتو له مخې، طالبانو یواځې تېره اوونۍ کې ۲۵ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان کړي او ۷۴ نور یې ټپيآن کړي دي.
دا هغه بریدونه او چاودنې دي چې طالبانو په هغو سیمو کې کړي چې دوی پکې فعالیت لری، د ځینو مسوولیت یې منلی او د ځینو یې نه دی منلی.
خو ښکاره ده چې طالبان هر ځای کې فعالیت کوي، د هغې سیمې د جګړې، چاودنې او ناامنیو مسوولیت لري چې هر څوک پکې زیانمن کیږي.
که طالبانو لږ ترلږه د روژې میاشت کې اوربند کړی وی، دا به د ډیرو خلکو د ژوند د خوندیتوب سبب شوی وی.
که اوربند وی، یوه اوونۍ کې ولې ۲۵ ملکي وګړي قرباني کیدلی، دا یواځې ملکي وګړي دي، دا چې د جګړې ښکیلو غاړو کې څومره افغانان قرباني شوي تراوسه رسمي ارقام نشته، خو ویلی شو چې اکثریت یې افغانان دي.
طالبان د پردیو ګټو لپاره د جګړې دوام غواړي او هڅه یې دا ده چې د سولې رامنځ ته شوی فرصت سبوتاژ کړي.
د طالبانو لیکو کې چې اوس پراخ کړکیچ رامنځ ته شوی، ځینو یې له امریکا سره تر هوکړې وروسته له جګړې لاس اخیستی، ځینې بیا د افغانانو پروړاندې جګړه نه کوي، خو وسله لري، ځینې نور چې بیا سخت دریځي دي، هغوی د هر هغه افغان وژل روا بولي چې بهرني استخبارات یې ورته ووایي.
دا ډله خلک د افغانانو رسمي قاتلین دي او ډير کله پرې ان د قطر طالبانو هم زور نه رسیږي، دا ډله جنګي طالبان یواځې د تاوتریخوالي او جګړې د دوام پلویان دي چې نه غواړي سوله وشي.
اوس چې افغان حکومت د طالبانو ۱۰۰۰ بندیان خوشې کړي او پاتې ۵۰۰ به هم خوشې شي، د جګړې څه پلمه پاتې ده، خو د سولې خبرې دي او باید پيل شي.
د جګړې مخکینی پلمه د بهرنیو ځواکونو حضور و، اوس چې هغوی سره اوربند شوی دی، جګړه د څه لپاره؟
خو ښکاره خبره ده چې د طالبانو جګړه له لومړي سره د واک لپاره وه او د واک لپاره به وي، بل هیڅ هدف نشته.
تر څو چې طالبان اوربند و نه کړي، د سولې خبرې په جریان کې هم سبوتاژ کیدلی شي، تاسو ولیدل چې د خوست امنیه قومندان بابازی یې هم شهید کړ، دا هغه څه دي چې هوکړې ته د طالبانو نه ژمنتیا ښيي، هغه هوکړه چې طالبانو له امریکا سره کړې ویلی یې دي چې لوی بریدونه به نه کوي.
طالبان نه د اسلام لپاره جګړه کوي او نه د شرعیت لپاره دومره لیواله دي، یواځې هدف یې واک دی او د دې لپاره پاکستان امکانات ورکوي چې له کابل د اسلام اباد حکمونه عملي شي.

Comments