طالبان د ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه پاکستان ته د اغزن تار د غځولو لپاره زمينه سازي وکړي

comments 0

هندوکش: طالبانو د پاکستان د اغزن مزي د غځولو په خاطر د ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه خپل بريدونه او د سرحدي ولسوالیو په ناامنۍ لاس پورې کړی دی.

په وروستیو کې د هیواد په سرحدي سيمو خصوصا هغو ولسوالیو کې چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته نيږدې پرتې دي د طالبانو خوځښتونه او د سرحدي ځواکونو پر پوستو بريدونه ډير شوي دي.

د چارو يو شمېر شنونکي وايي چې طالبان هڅه کوي د صفري سيمو د ناامنۍ په لړ کې پاکستان ته ددې زمينه مساعده کړي چې د افغان سرتیرو تر عملیاتو مخکې ډيری سيمې په اغزن تار وپوښي او يو ډول دا کرښه رسمي وښيي.

د نورستان په برګمټال،کامديش،د ننګرهار پر مومندره او ګوشته، د هلمند پر معروف او سپين بولدک ولسواليو، د   هلمند پر بهرامچه، د پکتيکا پر ګيان، د پکتيا پر جانيخيلو او ځينو نورو سيمو په وروستیو کې د طالبانو بريدونه ډير شوي او برعکس پاکستان هم د اغزن تار د غځولو لړۍ چټکه کړې.

د يادو سیمو اوسیدونکي وايي چې دوی د طالبانو تر بريد سمدستي وروسته د پاکستاني پوځونو پټ خوځښتونه، د اغزن مزي غځول او يا د کندو د کيندلو چار لیدلی دی.

د هلمند د بهرامچې يو تن اوسیدونکی سعيد الله هندوکش ته وویل:« تیر کال د بهرامچې سيمه د لنډ وخت لپاره ډيره ناامنه شوه، طالبان بیخي ډير پکې وو خو يو ځلې دوی خپل شتون کم کړ،پاکستاني سرتیري رامخې ته شول، موږ ته وویل شول چې مشورتي ناسته ده خو کله چې په بهرامچه کې د پاکستان ملي سرود وغږول شو او پاکستانی بیرغ پورته شو ولسونو درک کړه چې طالبانو د پاکستان را مخکې کيدو لپاره زمینه سازي کړې وه او ولس د همدې درک په لړ کې پاکستان تيښتې ته اړ کړل.»

د نورستان د برګمټال اوسیدونکي وايي چې دوی په صفري سیمه کې لیدلي چې کله د پاکستاني پوځ بار وړونکي موټر اغزن مزي، اسکويټر او نور وسايل خپلو پوستو ته رسوي دوه ورځې وروسته طالبان له پولې هاخوا څخه پر موټرسايکلو را اوړي او دې خواته پر سرحدي پوستو باندې بريدونه کوي.

دوی وايي چې د پاکستاني پوځيانو د تدارکاتي چار له بشپړيدو سره سم د طالبانو د بريدونو پيل ددې ښودنه کوي چې دوی غواړي پاکستان ته د اغزن مزي د غځولو  او ډيورنډ کرښې د رسميت په خاطر زمینه سازي وکړي.

د کندهار په سرحدي ولسوالۍ معروف کې هم خلک وايي چې ټول طالبان د دې ولسوالۍ صفري سيمو ته له بلوچستان څخه راځي او چې کله ماتې خورې بیرته پاکستان ته تښتي.

په معروف کې تر دې مخکې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ په نښته کې د څو افغان سرتیرو د شهادت تر څنګ د پاکستاني مليشو يو شمېر پوځي موټر او مړي هم افغان سرتیرو غنیمت کړي وو.

پاکستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو له بريدونو په استفادې هڅه کوي چې ورته کړنو ته د زمينه سازۍ په لړ کې يو لوري ته نړۍ ته پر فرضي کرښه د اغزن تار غځول اړتيا وښيي او بل لوري ته ددې کرښې د خپلولو په خاطر له طالباني زور  څخه ګټه پورته کړي.

ميوند افغان

Comments

Leave a Reply