طالبان د پاکستاني مدرسو څخه د جنګیالیو د جذب په هڅه کې دي

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: سرچینې وايي د وسله والو طالبانو د تعلیم او تربیې کمیسیون او دیني عالمان د ای اېس ای سره په ګډ تفاهم پدې هڅه کې دي، چې په پاکستاني مدرسو او مکتبونو کې د طالبانو په ګټه تبلیغات وشي او له دې لاره دغه ډله نوي او تازه جنګیالي جذب کړي.
سرچینه وايي چې په همدې موخه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د وسله والو طالبانو، د مکتبونو او مدرسو د استازو تر منځ په شوې غونډه کې پرېکړه شوې د افغان جګړې او طالبانو په ګټه به په ورځني ډول د مدرسو طالب العلمانو او زده کوونکو ته ځانګړی لېکچر ور کول کیږي او کوشش به کیږي چې یاد زده کوونکي وهڅوي په افغان جګړه کې د طالبانو په ګټه جګړه وکړي.
طالبانو داسې مهال دغه هڅه پیل کړي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له شوې هوکړې وروسته د دغه ډلې ډېری جنګیالي کورونه ته ستانه شوي او طالبان مشران یې له امریکا سره پر معامله او د بې ګناه افغانانو په وژنه تورن کړي دي.
د چارو یو شمېر څارونکي وايي په افغانستان کې طالبان دومره کسان د ځان په ګټه نشي پیدا کولی، چې د دوی په ګټه وجنګیږي.
د پوځي چارو کارپوه عبدالواحد طاقت وايي:« طالبان او د پاکستان استخبارات له هغو ځوانانو ناسمه ګټنه کوي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د دینی زده کړو لپاره تللي وي. پاکستان په ټولو ښارونو کې لویې او کوچنۍ مدرسې په خپل مدیریت کې اخیستي او د دې مدرسو مشران د پاکستان د استخباراتو یا ای ایس ای سره په مستقیمه اړیکه کې دي او د دینی علومو زده کوونکي د جګړو لپاره استخدام کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې امرالله صالح ویلي دي، له دې وروسته به د نیول شویو ترهګرو په اعترافاتو کې د دوی د پاکستاني لارښود شمېره او پته لیکل کیږي؛ ترڅو خلک او نړۍ پوه شي چې زموږ ادعا غلطه نه ده. ما تر اوسه داسې هیڅ ترهګر نه دی لیدلی، چې له پاکستان سره د اړیکو پرته ترهګر شوی وي او یا هم وکولی شي خپل کار ته ادامه ورکړي.
فروزان سیرت

Comments