طالبان د واکسین اجازه نه ورکوي

comments 0

هندوکش – کابل: د روغتیا وزارت مالومات ښيي چې افغانستان کې تېر کال د ګوزڼ یوویشت مثبتې پېښې ثبت شوي چې د روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان اندیښنې یې زیاتې کړي.
د ګوزڼ پېښې هغو سیمو کې رامنځ ته شوي چې طالبانو پکې د پولیو واکسینو اجازه نه ده ورکړې.
د روغتیا وزارت اوس توانیدلی چې د اته سوه زره پاتي ماشومانو څخه شپږ سوه زره یې واکسین کړي او لا هم د طالبانو تر ولکي لاندې دوه سوه زره ماشومان د پولیو له واکسین پاتې کیږي.
روغتیا وزارت له درې ولایتونو پرته ټول افغانستان کې سرتاسري کمپاین پيلوي چې نږدې لس میلیونه ماشومان واکسین کړي.
تازه پېښه د ارزګان په چارچینو ولسوالۍ کې ثبت شوې، چرته چې طالبانو پولیو واکسینو ته اجازه نه ده ورکړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments