طالبان د هلمند د معترضینو غږ نه اوري

comments 0

هندوکش – هلمند: په هلمند کې د اعتصاب کوونکو له ډلې د څلورو هغو روغتیایي وضعیت خراب شوی دی.
قیس هاشمي، میرویس کاڼی، سردارمحمد صدیقي او قسمت هغه ځوانان دي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې یي د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی وو نن د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول.
په هلمند کې د سولې پرلت کوونکو له تېرو څو ورځو راهیسې خېمه درولې وه چې د افغان دولت او طالبانو له لورې د منفي ځواب ترلاسه کولو وروسته یي دوه ورځې وړاندې د نه خوړلو اعتصاب هم پیل کړ.
طالبانو معترضینو ته خبرداری ورکړی چې دوی ته د سولې لپاره ور نه شي او دوی له افغان دولت سره سوله نه کوي.
ننګیالې کوهنورد

Comments