طالبان د هغه څه مسوولیت اخلي، چې هیڅوک یې نه اخلي / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

طالبانو د دوشنبې په ورځ په غزني کې د لویدلې الوتکې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې دا بهرنۍ الوتکه د دوی له خوا ویشتل شوې ده.
په داسې حال کې چې دا الوتکه د تخنیکي ستونزې له کبله لویدلي او د غزني ښار کې ټولو خلکو لیدلي چې الوتکه په ښار په کمه ارتفاع کې تېره شوه او د ده یک ولسوالۍ سدوزیو سیمه کې ولولیدله.
هو؛ الوتکه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې لویدلې، خو تخنیکي ستونزه د غزني ولایت بیرون پکې پيدا شوې چې تر غزني رسیدلي او لویدلې ده.
دا چې د دې الوتکې په تړاو لومړني راپورونه د یو داخلي شرکت د الوتکې ورکړل شول، لامل همدا و چې غزني ښار کې خلکو لیدلې وه چې الوتکه ټیټه تیره شوه او بیا یې غږ ورته اوریدلی و چې لویدلې.
خو طالبان د دې لپاره چې ځان لوی وښيي په ډیره بې شرمۍ سره د دې الوتکې د ویشتل کیدو مسوولیت منلی دی.
الوتکه بهرنۍ ده او هغوی هم منلې چې د تخنیکي ستونزې له کبله لویدلې، خو دا چې طالبان غواړي د سولې په خبرو او میز باندې لویه خبره وکړي، د دې الوتکې مسوولیت یې منلی دی.
په داسې حال کې چې طالبان هیڅ داسې وسله نه لري چې ان پوځي چورلکه پرې سقوط کړي نو بیا څنګه هغه الوتکه په نښه کوي چې ان له ځمکې نه ښکاري.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان داسې ادعاوې کوي، طالبان د هر ناممکن برید مسوولیت د دې لپاره اخلي چې نور څوک یې مسوولیت نه اخلي او د دې لپاره چې کریډیټ واخلي او سیمه او نړۍ کې ځان لوی وښيي داسې ادعاوې کوي.
دا ما ته جالبه ده چې تیرو اتلس کلونو کې طالبانو د داسې پېښو مسوولیت منلی چې هیچا نه دی منلی، مطلب دا چې که یوه پېښه یو څوک د شخصي عقدې او دښمنۍ له کبله هم وکړي او طالبان پکې خپل امتیاز ګوري، مسوولیت یې اخلي.
مثلا تاسو لیدلي چې د افغان سرتېرو مخامخ ډزو کې کله بهرنیان وژل شوي، دوی یې مسوولیت منلی چې دا کس د دوی نفوذي کس و، خو وروسته مالومه شوې چې بریدګر سرتېري برید د شخصي عقدې او یا جنجال له مخې برید کړی دی.
طالبانو چې د دومره پيچلو او سختو بریدونو د کولو توان درلودلی، اوس به یې درته ټول افغانستان وران کړی وی.
طالبان پرته له دې چې یو موټر له چاودیدونکو توکو راډک کړي او دښار منځ کې چاودنه ورکړي، د نورو بریدونو توان نه لري.
یواځې ملکی ځایونو کې د بریدونو لپاره ورته زمینه برابره ده او دا ډول بریدونه یې کړي او کولی یې شي چې ټول قربانیان یې ملکی وګړي دي.
نو ویلی شو چې طالبان د پردیو مړو مسوولیت اخلي او په دې سره غواړي چې خپلو وسله والو ته وښيي چې دوی د لویو او پیچلو بریدونو توانايي هم لري.

Comments