طالبان د ناکام برید مسوولیت نه مني

comments 0

هندوکش – کابل: د چهارشنبې په ورځ ترهګرو طالبانو د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ باندې برید وکړ، خو برید د زړه ورو پولیسو له لوري ناکام شو.
بریدګر چې شمېر یې لس تنه و چې دریو یې چاودنه کړې او اوه نور د پولیسو له لوري په دویم قرول کې وژل شوي دي.
بریدګرو له یو زري موټر او نظامي یونیفورم ګټه اخیستې او د وزارت تر لومړي قرول رسیدلي دي.
په دې برید کې هیڅ پولیس نه دی وژل شوی او یواځې شپږ پولیس پکې ټپيان دي.
دا برید د ترهګرو مثلث کړی و، خو دا چې ناکام شو، مسوولیت یې هم طالبانو و نه منه.
د ترهګرو مثلث لشکر طیبه، طالبان او حقاني شبکه ده چې یو ځای بریدونه پلانوي او په ګډه یې افغان وژنې ته ملا تړلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments