طالبان د معنوي پلار په ویر دي

comments 0

هندوکش – کابل: طالبانو د مولانا سمیع الحق په وژل کېدو ژور خفګان ښودلی او د هغه مرګ یې د پاکستان ولس ته لویه او نه جبرانیدونکې ضایعه بللې.
د طالبانو له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې سمیع الحق د پخواني شوروي اتحاد او اوس د امریکا پر ضد د افغان ولس سره نه هیریدونکي خدمتونه کړي .
مولانا سمیع الحق یو له هغو مذهبي مشرانو وو چې افغان طالبانو خپل معنوي پلار باله.
پاکستان کې د مولانا سمیع الحق پلوي له دې امله کیده چې هغه به د افغان حکومت پر ضد جګړې ته د جهاد نوم ورکاوه ، شنونکي او سیاستوال بیا وايي، پاکستان د مذهبي مشرانو په مټ خپلې ملي ګټې ساتي او د مدرسو طالبان د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره کاروي.
د طالبانو دا ژوره خواخوږي په ټولنیزو رسنیو کې له سخت غبرګون سره مخ ده او طالبان په دې سره ثابت شول چې پرديپال دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments