طالبان د مسکو ناستو ته لبیک وایی، خو له خپلو افعانانو نه مخ اړوي! / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

دا چې اسلام مونږ ته دا په ښکاره توګه په ډاګه کړی ده چې اسلام سولي او پخلایني ته ځانګړئ اهمیت ورکړئ او تل یې مسلمینو ته د وروولئ او میني سپارښتنه کړي او د هغو کسانو په حق کی کوم چې د سولي مخالفت کوی او د جګړي اور ته لمن وهي او د مسلمانانو د وژلو او ځورني سبب ګرځي ښکاره بیان وړاندی کړئ او د قرآنی آیتونو او نبوی احادیثو په رڼا کې هغه کسان چې داسلام خلاف په ناوړو اعمالو بوخت دی او د ژوندانه چاري ګرځولي، د جهنم مستحق بللي او اعمال یې د اسلامیت او انسانیت خلاف او د افغانستان د دښمنانو په ګټه دي. دا چې د افغانستان مظلوم او ګړیدلی ولس د څلور لیسیزو راپدیخوا د نورو د ناوړو اهدافو او ټپل شوي جګړي په اور کې سوځي او له جنګ څخه نور ستړي او ستومانه شوي او نور په هیواد کې د یوې تلپاتي سولې غوښتونکي دي خو دا نه غواړي چې نور د دوي له سولې څخه ناوړه ګټه واخلي اویا هم داسې سوله چې په هغه کې دافغانانو خپلواکۍ، عزت، یووالې او غرور زیانمن شي.
دا هم باید له پامه ونه غورځول شي چې طالبانو تل دا ټینکار کړی چې مونږ له افغان حکومت سره خبري نه کوو، نو چې طالبان له افغان حکومت سره خبري نکوي نو بیا سوله له چا سره کوي، آیا تر پرونه چې مسکو د افغانستان د مظلوم ولس ستر دښمن بلل کیده، نو اوس څرنګه دوست شو؟ آیا هغه څوک چې پرون زمونږ د ولس او دین دښمن وو، نن به څنګه مونږ ته سوله راولي؟ نو دا یو حقیقت دې چې دوي د خپلو ناوړو موخو او ګټو لپاره هر هغه څه تر سره کوي چې افغانانو ته نور د منلو وړ ندي.
دا چې اوس مهال د روسیي مقاماتو د ځینو هیوادونو په ځانګړي توګه د امریکا پر خلاف له طالبانو سره د خپلو ناوړو اهداف تر لاسه کولو په موخه اړیکي ټینکي کړي دې تر څنګ دا تورونه هم پرې لګول شوي چې پوځي تسلیحات د ترهګرو ډلو په واګ کې ورکوي، خو د روسیي مقاماتو دغه تورونه تل رد کړي، خو شواهد د دې ښکارندوي کوي چې روسیي له طالبانو سره روابط ټینک کړی او له هغوي څخه ملاتړ کوي.
په هر حال دا چې په پام کې ده په مسکو کې د تیر کال د نومبر د ۹ مې نیټي ناستي وروسته یو ځل بیا د ۲۰۱۹ کال د فبروری په (۵) مه نیټه د افغانستان د سولې په اړه د طالبانو په ګډونو د یو شمیر هیوادونو او د افغانستان د سیاسي او جهادی احزابو د استازو په ګدون بله ناسته تر سره شي، چې بد بختانه تر اوسه پورې په دغې ناستي کې د افغانستان حکومت له استازو ته بلنه نده ورکول شوي.
دا چې په افغانستان کې سوله او جګړه دواړه د افغانستان ولس پورې تړاو لري نو باید دافغانستان په مسایلو کې دخیل هیوادونو په ځانګړی توګه ګاندوي او هغه هیوادونه چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو کوربه توب کوي او په افغانستان کې پرته له خپل هر ډول اهداف و ګتو څخه د ریښتیني سولې غوښتوونکي وي نو باید چې د افغانستان د حکومت سره په مشوره دا ډول ناستي تر سره کړي، ځکه چې طالبان اوس مهال د افغانستان له حکومت سره په جګړه اخته دي نو باید د سولې خبري هم له افغان حکومت سره وکړي.
د افغانستان حکومت یو ځل بیا په هغو هیوادونو چې د افغانستان په مسایلو کې رغنده ونډه لري غواړي چې د طالبانو پر ځاي هر ډول خبرې اترې د افغان له حکومت سره تر سره کړي ځکه چې د سولې هر ډول خبرو اترو مالکیت د افغان حکومت په لاس کې دی. او د دې تر څنګ تر څو چې پر هغو هیوادونو چې له طالبانو څخه په ښکاره او پټه ملاتړ کوي فشارونه زیات نشي، ښکاره خبره ده چې نه یوازې سوله به ټنګښت و نه مومي بلکې د سیمي او نړۍ پروړاندې به لا زیاتي ستونزي راولاړې کړي.

Comments