طالبان د مالي سرچېنو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا دفاع وزارت په تازه راپور کې راغلي چې طالبان غواړي د نشه یي موادو د تولید کار خانې د افغان او بهرنیو ځواکونو له هوايي بریدونو خوندي سیمو ته انتقال کړي.
د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزارت په راپور کې راغلي،د روان مېلادي کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې بیا د مې میاشتې تر ۳۱ نېټې د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو ۱۴۴ بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت نشه يي مواد، د تولید وسائل له منځه تللي دي
د افغان او امریکا ګډو نظامي ځواکونو د تېر مېلادي کال په نومبر میاشت کې د نشه يي موادو پر کارخانو هوايي بریدونه پیل کړي او اوس هم دوام لري.
فکور نعیمي

Comments