طالبان د لویو لارو د خلاصون اجازه نه ورکوي

comments 0

هندوکش – ارزګان: د کندهار – روزګان د لارې خلاصولو پرمهال د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي.

د کندهار امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه له کندهار څخه د امنیتي ځواکونو کاروان چنار او له روزګان څخه یو کاروان ماڼو ته رسېدلی وو.

امنیتي سرچینې وايي، په نښتو کې اته وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

دا لار له څو کلونو راهیسې طالبانو د عامو خلکو پرمخ هم تړلي چې خلکو ته یې زیات مشکلات پيدا کړي.

طالبان د عامو خلکو موټر په هغو لارو برابروي چې ماینونه یې پرې خښ کړي دي.

په دې لار د ماین چاودنو له امله زیات ملکي وګړي هم شهیدان شوي دي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments