طالبان د سوريي عکسونه د تبلبغاتو لپاره کاروي/ سید عبدالله پاچا

comments 0

په کاپیسا او میدان وردګو کې افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال باندې بهرنیو ځواکونو طالبانو باندې هوایي بریدونه کړي چې لوړپوړي طالب قومندانان پکې شامل دي، خو طالبان د دې پر ځای چې خپله ماتې او د قومندانانو مرګ ژوبله پټه کړي، د سوريایي ماشومانو عکسونه یې له ګوګل واخیستل او په خواله رسنیو کې یې لاس په لاس کړل چې ګنې د میدان وردګو او یا کاپيسا په بریدونو کې وژل شوي دي.
دا به سمه وي چې په هوایي بریدونو کې ځینې وخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، خو داسې هم نه ده چې هر برید کې پرته له کشفي راپور څخه وشي او یا دې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه شي.
طالبان چې اوس په چریکي جګړه باندې بوخت دي، زیات تمرکز یې په هغو سیمو کې دی، چرته چې خلک اوسیږي، د طالبانو د فعالیت سیمې کلي دي او کله چې پر افغان ځواکونو برید وکړي، بیا د په شاتګ حال کې په کلیو او کورونو ننوځي او د ملکي وګړو له کورونو د سنګر کار اخلي.
طالب دا کار د دې لپاره کوي چې خپل سر خوندي کړي او نور ملکي وګړي د سپر په توګه وکاروي، طالب کلونه وشول چې له دې تکتیک څخه کار اخلي او په دې تکتیک کې یې ګټه هم کړې ده.
که طالب یوه ورځ هم د ملکي وګړو څخه د سپر په توګه کار وا نه خلي او یا د خلکو له کورونو د سنګر کار وا نه خلي، دوه ورځې هم ژوندی نه شي پاتې کیدلی، خو دا چې طالب په سیمه او ځانګړي ډول کلیو کې د خلکو په کورونو په زور ننوځي، بیا کله کله هوایي بریدونو کې ملکي وګړي ورسره هم قرباني ورکوي.
افغان ځواکونو عملیات ډیر کله له همدې امله ټکني وي چې طالب د سړک غاړې ماین ږدي او د خلکو په کورونو ننوځي چې دا د جګړې تر ټولو پست کار دی ، خو طالب د جګړې د غځولو او افغان وژنې لپاره هره حربه کاروي.
خو د طالب تر ټولو سپین سترګی کار او پستي په دې کې ده چې بیا د خپلو تلفاتو د پټولو لپاره پخواني او یا د نورو هېوادونو عکسونه له ګوګل اخلي او ځواله رسنیو کې یې خپروي چې ښځې او ماشومان په بې رحمانه ډول وژل شوي وي.
طالب دا کار د دې لپاره کوي چې خپلو لیکو ته نور ځوانان جذب کړي او د افغان ځواکونو لیکې نوم بدې کړي، خو د نن ټیکنالوجي داسې شوې چې د طالب دروغ او قریب پکې ډير ژر روښانه کیږی، لکه نن او پرون چې طالبانو جعلي عکسونه خواله رسنیو کې خپاره کړل، خو وروسته جوته شوه چې عکسونه د سورېي و او طالبانو په دې سره له هوایي بریدونو سره د خلکو کرکه زیاتوله.
طالب له هوایي بریدونو نه شي پټيدلی او له همدې امله هڅه کوي چې د خلکو غبرګونونه راپورته کړي چې هوایي بریدونه بند شي، خو له طالب هیچا پوښتنه و نه کړه چې ته ولې په کلیو کې د خلکو له کورونو جګړه کوې؟

Comments