طالبان د زندانیانو شمېر پوره کوي/ بریالی ویاړ

comments 0

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه شوې چې طالبان به افغان زندانیان خوشې کوي او بدل کې به یې افغان حکومت طالب بندیان خوشې کوي، خو افغان حکومت پرته له کوم قید او شرط بندیان نه خوشې کوي او له دې دریځ یې ولس هرکلی کړی دی.
طالبان چې زندانونو کې زندانیان نه لري، یا یې وژلي او یا په تېر یو کال کې کمانډو او ځانګړو ځواکونو د طالبانو زندانونه مات کړي، ډير په کم شمېر بندیان ورسره پاتې دي، یا خو بیخي نشته.
اوس طالبانو ته دنده سپارل شوې چې هغه زر کسان پوره کړي چې له امریکا سره یې ژمنه کړې چې خوشې کوي به یې، دا چې طالبانو سره زر تنه نشته، نو څو ورځې وړاندې یې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د مسافرو یو موټر برمته کړی او ټول ملکیان یې بندیان کړي دي.
دغه راز د تېري جمعې په ورځ یې د مرکز ترینکوټ څخه ملکي وګړي چې میلې ته تللي و، برمته کړل چې شمېر یې ۹۳ کسان وي، خو له نیکه مرغه افغان ځواکونو په وخت اقدام وکړ او دا ملکي وګړي یې راخوشې کړل.
طالبانو سره د افغانستان د حکومت زر تنه زندانيان نشته، طالبان هيڅکله زنداني ژوندی نه دی پرېښی، چې د طالب لاس ته ورغلی، لکه وحشي قصاب يې چاړه پرې را کش کړې.
اوس چې د سولې په خبرو کې په يوه ناسنجيده تصميم کې يوه غوښتنه دا ده چې دواړه لوري به د خبرو په درشل کې زندانيان هم خوشې کوي، نو طالب وارخطا دی، زندانيان نلري، يو څو چې و هغه هم افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې تر ازاد کړل.
نو اوس يې د عامو او ملکي افغانانو اختطاف ته کار ويلی، تر څو زندانونه په بېګناه لارويانو ډک کړي او سبا پرې معامله وکړي.
د طالب بندیانو خوشې کیدل له هر قرباني افغان او یا افغان سرتېري وینې سره خیانت دی.
د یوه وحشي طالب د نیولو لپاره ځانګړي عملیات شوي، یا په جګړه کې نیول شوی او یا د لویو بریدونو پر مهال.
د هر ترهګر په نیولو کې مونږ حد اقل دوه تنه د اردو، امنیت او پولیسو شهیدان ورکړي، دا پنځه زره زندانیان چې شاه محمود قریشي یې په فرمایش غواړي زمونږ د سرتېرو د وینوپه قیمت نیول شوي.
دوی بغیر د سولې له تضمینه، بغیر د جګړې له خاتمې، بغیر له اوربنده، بغیر له ژورې ارزونې او بغیر له دقیق څار څخه خوشې کول د افغانستان د سرتېرو له وینو سره خیانت دی.
دا اسانه پرېکړه نه ده، لومړی باید بشپړ اوربند او د سولې تضمین وشي، بیا دې یې د خوشې کولو په اړه له ملت سره مشورې وشي، دوی د عام ملت قاتلین دي. له وسلو، له راکټونو او ځانمرګو واسکټونو سره نیول شوي.
په بدل کې یې طالبان ټول سل تنه زندانیان نلري. چې عسکر، مامور او حتا د حکومت خواخوږی عام وګړی چې په لاس ورغلی په هماغه ځای یې په ‌‌‌‌‌‌ډېره بې رحمۍ وژلی. له دغسې وحشي دښمن سره هره معامله باید نهایت په احتیاط وشي.

Comments