طالبان د خپلو لګښتونو پوره کولو لپاره راغستان کې د کانونو عوايد تر لاسه کوي

comments 0

هندوکش – بدخشان: بدخشان کې یو تن زرګر والیي چې راغستان ولسوالۍ کې روزمره له کانه زر ایستل کیږي او بهرنیو هیوادونو ته لیږدول کیږي.
بدخشان کې سیمه ییز چارواکي وایي چې وسله وال طالبان په پرمختلیو وسایلو سمبال دي او ددغه ولایت له سرو زرو له کانونو هره ورځ په لویه پیمانه زر باسی.
د راغستان کان چی د افغانستان په سطح د سرو زرو تر ټولو لوی کان بلل کیږي د کانونو وزارت يې د سپړلو تړون شپږ کاله مخکې له يوه ترکي شرکت سره لاسليک کړی خو ياد ترکي شرکت په بدخشان کې د ناامنيو له امله د کان له سپړلو انکار کړی دې.
احمد جاوېد راغي د بدخشان د ولايتي شورا يو غړی وايي چې د راغستان کان اوسمهال د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دی. په بدخشان کې د راغستان د سرو زرو پر کان سربېره څو نور لوی او واړه کانونه هم شته چې شنونکي وایي یاد کانونه د ګټې د راوړلو پر ځای په لوی سرخوږي بدل شوي او وسله وال طالبان يې د عوايدو په مټ د خپلو جګړو لګښتونه پوره کوي.
شاه رسول غزنوی

Comments

Leave a Reply