طالبان د جنایتونو بستر برابر کړی

comments 0

له هغې ورځې چې طالبانو په افغانستان کې بیا سر راپورته کړی او د جهاد په نوم یې جګړه پيل کړې او ډیر بې سواده او جاهل کسان یې خپلو لیکو ته جذب کړي، له همغې ورځې بیا له دې جګړې هر چا او هر هېواد د خپلو ګټو لپاره کار اخیستی.

هر هغه سیمه کې چې طالبان دي، هلته هره ورځ خلک وژل کیږي، ځینې یې په جګړه کړې، ځینې په هوايي بریدونو او ځینې نور هدفي وژنو کې ژوند له لاسه ورکوي.

له مرګ ژوبلې ور هاخوا د طالبان جګړې او ګډوډیو له افغان ځواکونو او په ځانګړي ډول له پولیسو خپل اصلي مسوولیت پاتې کړی او هر ځای د طالب د څارلو او کنټرول لپآره یا ګرځي، یا پوسته کې پروت دی او له طالب سره په جګړه کې مصروف دی.

طالبانو د جګړې بستر برابر کړی، د نشه يي توکو کاروباریان پکې په اسانۍ کولای شي د نشه يي توکو کاروبار وکړي او یوه برخه یې طالبانو ته هم ورکوي.

طالبان د جګړې بستر برابر کړی، نورو ډلو ته یې د دې زمینه برابره کړې چې په ازادانه ډول فعالیت وکړي او افغانانو او افغانستان د بربادۍ لپاره هر هغه څه یې چې په توان وي، وکړي.

طالبانو د جګړې بستر برابر کړی، داعش په یو شمېر سیمو حضور وکړ او د طالبانو د واک لاندې سیمې یې ونیولې چې اوس هره ورځ افغانان ګواښي.

طالبانو د جګړې بستر برابر کړی، شل نورې بهرنۍ او کورنۍ ترهګرې ډلې په افغانستان کې د بهرنیو استخباراتو لوبه پرمخ بیايي.

طالبانو د جګړې بستر برابر کړی، نامسووله وسله وال په ازادانه ډول ګرځي او په کلیوالو سیمو کې عام خلک زوروي، باج ترې اخلي او هر هغه څه یې خوښه ظلم پرې کوي.

طالبانو د جګړې لپآره بستر برابر کړی، په یو او بل نوم زور واکو او پخوانیو مجاهدینو ته د ملیشو جوړولو پلمه په لاس ورغلې او هر یو سلګونه وسله وال لري چې په غلاوو او انسان تښتونو کې لاس لري.

طالبانو د جګړې لپاره بستر برابر کړی، نامسووله وسله والې ډلې چې د طالبانو ملاتړ ورسره دی، په زیاتو سیمو کې همدا اوس په کان کیندنه بوخت دي او په غیرې فني ډول د افغانستان سرمایه نورو هېوادونو قاچاق کوي.

طالبانو د جګړې لپاره بستر برابر کړی، هر څوک، هره ډله او هر هېواد چې وغواړي، خلک هدف کوي او وژني یې.

او طالبانو د جګړې لپاره د بهرنیو ځواکونو د پوځي ماموریت پلمه برابره کړې چې د جګړې دوام دی او کله کله یې هوایي بریدونه له ملکي وګړو قرباني اخلي.

نو دا هر څه په مستقیم او غیرې مستقیم ډول په طالبانو پورې اړه لري، طالبانو اوبه خړې کړي او هر څوک پکې ماهیان نیسي چې د افغان ځواکونو کار یې سخت کړی دی.

افغان ځواکونه به له چا سره جګړه وکړي او پر چا به قانون پلي کړي، طالبانو ځان سره په جګړه کې مصروف ساتلي او نورې جنګي او جنایت کارې ډلې په خلاص مټ جنایتونه کوي چې ډیر کم یې د افغان ځواکونو تر شیش لاندې راځي.

منان ياد

Comments

Leave a Reply