طالبان د تضمین صلاحیت نه لري

comments 0

هندوکش – امریکا: ځني پخواني امريکايي چارواکي وايي، د دې وخت نه دی، چې له افغانستان په بشپړه توګه ووځي.

د امريکا د استخباراتي ادارې پخوانی مرستيال مايک ويکر ويلي، قطر کې د امريکايي او طالب استازو ترمنځ پنځم پړاو خبرې پرته له کومې هوکړې؛ خو له پرمختګونو سره پای ته ورسېدې.

دغه امريکايي چارواکي ويلي، طالبان د امريکايي ځواکونو د وتلو د مهالويش غوښتنه کوي په داسې حال کې، چې امريکا بيا له طالبانو غواړي، چې افغانستان کې له بهرنیو ترهګرو سره اړیکې ختمې او ضمانت ورکړي چې افغان خاوره د بل چا په ضد نه کارول کېږي.

مايک وېکر ويلي، دا لا مالومه نه ده، چې طالبان امريکا ته د کېدونکي ضمانت عملي کولو توان لري او که د ويتنام په څېر دوی هم په خپل ضمانت کې پاتې راځي.

د سي آی اې دغه پخواني چارواکي دا خبرې داسې مهال کړي، چې تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و، چې طالبان نور له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي.

فکور نعیمي

Comments