طالبان: د بهرنیو پوځيانو د وتلو په مهالوېش خبرو کې پرمختگ شوی

comments 0

هندوکش – کابل: د قطر پلازمېنې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو خبرې نن دوهمه ورځ هم روانې وې او تر راتلونکو څو ورځو به هم دوام وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهين ويلي، چې پرون چهارشنبه او نن پنجشنبه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو د بهرنيو پوځيانو د وتلو په مهالوېش اختلافات کم شوي دي.
په تېرو پنځو ناستو کې امریکايي پلاوي د بهرنيو پوځيانو د وتلو لپاره د يوه کال مهالوېش غوښتنه کوله، خو طالبانو ټينگار کار کاو، چې بهرنيان بايد په څو مياشتو کې خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.
سهیل شاهين ويلي، دواړه لوري هيله‌من دي، چې په دې ناسته کې د بهرنيانو په وتلو هوکړې ته ورسيږي او نورو مسئلو ته لاره اواره شي.
په تېرو درې ورځو کې د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې لیتنا لیستاري، زلمي خلیلزاد او افغانستان لپاره د جرمني ځانگړي استازي مارکس پوتيزل په دوحه کې د طالبانو له سياسي مرستيال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د افغانستان بحران په سوله‌ييز حل خبرې کړې وې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments