طالبان د افغانستان له ورانولو پرته بله هېڅ برنامه نلري ــ تحلیلي راپور:

comments 0

هندوکش ــ کابل: وسله وال طالبان له ورانولو پرته طالبان بله هېڅ برنامه نه لري. د دې خبرې ثبوت هغه ویډيوګانې دي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو خپریږي او په کې لیدل کېږي چې طالب ترهګر ځینې ودانۍ او عامه تاسیسات په بمونو له منځه وړي دي.
طالب چې هر ځای نیسي لومړی کار یې د بنسټیزو پروژو له منځه وړل دي. د طالبانو یاد بد عمل د عامو خلکو سخت غبرګونونه هم را پارولي دي.
د سباوون پشتین په نوم د فېسبوک یوه کارونکي طالبانو ته په خطاب کې لیکلي:« یو څوک چې په وطن زره باور هم ولري، دغسې له دوښمنۍ ډک چلند نه ورسره کوي. چې ولسوالۍ ونیسې نو نړوې یې ولې؟ دوه خبرې دي. لومړی دا چې راتګ دې ناشونی دی او له ودانیو زور وکاږې ځکه که راتلل دې باوري و اقلا د دې لپاره دې هم نه ورانوله چې سبا به ته پکې مېشت یې. دوهم دا چې پخپلې ماتې دې باوري یې او پدې سل سلنه یقین لرې چې بیرته یې دولت در نه نیسي نو راشه دغه زیان خو ور واړوه خو اصلا دا زیان د دولت نه بلکې د وطن زیان دی او ستا زیان دی چې سبا به دې خپل پلویان هم سیوری په کاڼو ولي.»
طالبانو یوه اوونۍ وړاندې د فراه د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ له نیولو وروسته په بمونو له منځه یوړه، دا شان يې په ځینو نورو سیمو کې هم ورته عملونه ترسره کړي دي.
د طالبانو له لوري د ورانولو دا کیسه ښايي په وروستیو څو ورځو کې خلاصه نه شي بلکې یادې ډلې له دې وړاندې هم پلونه، پلچکونه، ښوونځي، د برښنا او مخابراتو ستنې او عامه تاسیسات په نښه کړي او افغانستان ته يې یو میلیارد ډالره مالي زیان اړولی دی.
یاده وسله واله ډله نه یوازې عامه تاسیسات په نښه کوي بلکې په تېرو شلو کلونو کې يې تر خپل واک لاندې سیمو کې د ملي پروژو عملي کېدو ته هم اجازه نه ده ورکړې.
په وروستیو کې خلکو فکر کاوه چې ښايي یاده ډله بدله شوې وي، خو د عامه تاسیساتو د ورانولو وروستیو کیسو ته په کتو د خلکو دا فکر هم غلط ثابت شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments