طالبان د افغانستان د ورانولو نه بل څه نه لري؛ کونړ کې پر یو مرکزي روغتون هاوان مرمۍ وېشتلې

comments 0

هندوکش ـ کونړ: د کونړ په مرکزي روغتون کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د تیلو زېرمتون، د واکسینونو ساتلو خونه او د درملو ساتلو ګودام سوځیدلی، خو ځاني زیان نه لري.
د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان د چهارشنبې په سهار (د چنګاښ په ۲مه) خبریالانو ته وویل: “په مرکز اسعداباد نن سهار شااوخوا پنځه بجې د مرورې ولسوالۍ له لوري وسلوالو طالبانو د هاوان دوه ګولۍ را وېشتل شوې چې یوه يې په دمکلي کې په یوه خالي ځای او بله د اسعداباد مرکزي روغتون د تيلو په ذخېره لګیدلې ده چې په کې د واکسینونو او درملو ساتلو خونې سوځيدلي دي.”
دهقان وايي، له تېر مازیګر وسلوالو طالبانو د کونړ په مرکز د هاوان شپږ ګولۍ را وېشتلي چې تر اوسه په کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
تر دې دمه وسله والو طالبانو د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د عامه تاسیساتو د ورانول پیل کړي چې هغه وېډیو چې په ټولنیزو رسنیو طالبانو خپره کړې پکې لیدل کیږي چې طالبان یادې ودانۍ ته بمونه کېږدي او په بمونو یې الوځي دا پېښه یوازېنۍ نه ده چې طالبان یې تر سره کوي د هېواد په ډېری ولایتونوکې پل، سرک، کلینیک او ورته نورې پروژې ېې ورانې کړي دي.
فرهاد شهراني

Comments